افغانستان

«کجکي 2014 – رښتینې کیسه» نوی برتانوي فلم جوړ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): د کجکي په نامه نوی فلم د برتانوي سینما له خوا جوړ شوی او نندارې ته وړاندي شوی.

دغه فلم چې په یوې رښتیني کیسه باندي جوړ شوی او کیسه یې د کجکي په سیمه کې را منځته شوې، د یو شمیر برتانوی پوځیانو په اړه دی. دغو پوځیانو ته دنده سپارل شوې وي، چې د هلمند په ولایت کې به د کجکي برېښنا بند سره ګزمه کوي.

دوی د خپلې دندې پر مهال یوه ورځ پر یوې داسي سیمې ور برابریږي، چې ټوله سیمه د روس له وخته د افرادو ضد په ماینونه پوښل شوې.

دوی ته هغه وخت معلومات وشي، کله چې یو برتانوي عسکر په ماین ور برابر سي او پښه یې والوزي.

د ټپي شوي عسکر نور ملګري هڅه کوي چې هغه ته لومړني طبي کومک ور ورسوي؛ خو په عین وخت کې بل عسکر هم په ماین خیژي او هغه هم ټپي کیږي.

په دې توګه پر دوی داسي وخت راشي چې هیڅ نه پوهیږي څه وکړي او پر کومه ولاړ شي.

دغه کیسه چې په ۲۰۰۶ کال کې پيښه شوې، د فلم جوړوونکي په وینا ټوله پر حقیقت ولاړه ده او هغه عسکر چې په دغه پيښه کې ټپيان شوي، هغوی هم د فلم د کیسې په اړه په کمپاین کې د دې خبرې تصدیق کړی چې فلم پر رښتیني کیسه جوړ دی.

په دې فلم کې ټول هغه مهارتونه کارول شوي، چې کیسې ته لا ډیر جالبیت او هنریت ورکوي.

د دغه فلم ټریلر یا تشویقي اعلان له مخکي نه لا خپور شوی؛ خو په رسمي توګه به سینماوو ته د روانې میاشتې د نومبر په ۲۸مه نیټه (نن) وړاندې شي.

باید وویل شي چې د دې فلم عایدات د فلم جوړونکو له لوري د هغو عسکرو لپاره ځانګړي شوي، چې په افغانستان کې جنګېدلي او اوس ټپيان یا عصبي ناروغان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x