افغانستان

کندهار: د طالبانو پنځوس کسيزه ډله د دولت سره يوځاي شوه

talib_serrenderنن ټکی آسیا: نن د کندهار په ښار کې د طالبانو پنځوس کسیزه ډله چې مشری یې د طالبانو له خوا یو پخواني ولسوال کوله د دولت سره یو ځای شول.

د ملي امنیت په دفتر کې نن په دې مناسبت یو غونډه جوړه شوې وه، چې په کښي د کندهار والي ډاکټر ویسا، د ولایتي شوری رییس احمد ولي کرزی، د ملي امنیت رییس جنرال محمد نعیم مومن، او د سولی د عالي شورد غړی مولوي شفیع الله نورستانی ګډون درلود.

د تسلیم سوې پنځوس کسیزي ډلي مشر چې ځان یې مولوي نور العزیز معرفی کوی، په غونډه کې ژورنالیستانو ته وویل چې دې د تیرو پنځلس کلونو راهیسی د طالبانو د اسلامی تحریک سره د ملا داد الله په جبهه کې کار کولو.

نومړي وویل چې د طالبانو د حکومت په وخت یې پنځه کاله د نادعلی ولسوالي کړې، او د طالبانو د سقوط وروسته یې په وسلوال مبارزه لاس پوري کړ..

مولوی عبد العزیز زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د کندز والي ټاکل سوی دی.

مګر کله چې نن ټکی آسیا د طالبانو د یو لړ جګ پوړو مشرانو سره اړیکه ونیوله، هغو ددغه کس د والي په توګه د پيژندلو څخه انکار وکړ.

د طالبانو له خوا یو باخبره سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې نومړي کس والي نه دی، بلکي د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې یو پخوانی ډلګۍ مشر و.. د همدې سرچینی له قوله نومړي څه وخت مخکي د خپلو زړو ملګرو سره لیدلي وه او هغوی ته یې سخت اخطارونه ورکړي وه، او غوښتنه یې ځینی کړې وه تر څو په افغانستان کې د سولي د پروګرام سره ګډ سی.. کنه نو دی به یې په خپله په ضد وجنګيږي.

دغي سرچینی وویل چې دغه کس چې ځان نور العزیز معرفي کوی، دا صرف د خپل بازار د ګرمه ولو لپاره ځان د والي په توګه غټ معرفي کوي… 

تر اوسه طالبانو رسما په دې اړه نور څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x