افغانستان

هلمند په نوزاد کې سرتیري برید د نظم عامه ۶ پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې پر یوې قرارګاه سرتیري برید د نظم عامه ۶ پولیس وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.

د هلمند ولایت عمر ځواک افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې نن /جمعه، لیندۍ ۷مه/ له غرمې وړاندې د نوزاد ولسوالۍ اړوند د جازي په سیمه کې یو تن د مازدا موټر پر مټ د نظم عامه پر پولیسو سرتیری برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې د نظم عامه ۶ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د والي ویاند له قوله سرتیري بریدګر هغه مهال موټر ته چاودنه ورکړه چې د نظم عامه پولیسو ورته د ودریدلو اشاره وکړه. نوموړي ویلي چې د بریدګر هدف پوسته وه خو پوستې ته په رسېدلو بریالی نشو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې غرمه مهال يې په اهنګرک کې پر یوې پوځي قرارګا د موټر پر مټ سرتیری برید وکړ.

احمدي له قوله په سرتیري برید کې د قومندان فهد په شمول ۲۰ تنه عسکر وژل شوي او ۲ موټر ویجاړ شوي دي.

په نوازاد ولسوالۍ کې د برید هدف په داسې حال کې ورکول کیږي چې طالبانو تېره شپه د ښوراب پر پوځي اډې ډله ییز برید کړی او تر غرمې ۱۲:۳۰ روان و.

د ښوراب پر پوځي اډه کې د طالبانو له قوله ۲۸۰ عسکر او د هلمند ولایتي چارواکو له قوله په دغه ۱۵ ساعته برید کې یو عسکر وژل شوې او ۳ نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x