
کرکیټ: د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ یوه ورځنۍ لوبه پيل شوه
نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): د متحده عرب اماراتو او افغانستان د لوبډلو تر منځ یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه څو شیبې وړاندي پيل شوه.
دواړه هیوادونه به د څلورو لوبو لړۍ کې یو د بل په خلاف لوبیږي.
د لوبي په پیل کې افغانستان کپتان محمد نبي عیسی خیل پچه وګټل، او لومړی یې د توپ وهني فیصله وکړه، او د ۷ اورونو وروسته افغانستان ۱۹ منډي جوړي کړي، او یو لوبغاړی یې هم نه وو سوځېدلی.
باید وویل شي چې لوبه د افغانستان په دوه نیمې بجې پیل شوه.
د افغانستان له خوا اوپنر توپ وهونکي نوروز منګل او عثمان غني دی.
د یادوني وړ ده چې دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د کرکیټ د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی ونیسي، ځکه یې دا لړۍ پیل کړې، او ویل کیږي چې د دبۍ په سټیډیم کې چیري چې دا لوبي کیږي، د میدان (پیچ) خاوره یې د نیوزیلانډ څخه را وړل شوې.
افغانستان د لومړي ځل لپاره د پنځوس اوریزه نړیوال جام کې لوبیږي، په داسي حال کې چې د متحده عرب اماراتو دا دریم ځل دی.
ددواړو ټیمونو لوبغاړي په لاندي ترتیب دي:
دا لوبه په یوه تلویزون کې هم نه ښکاره کیږي، خو د تازه جریان لپاره یې لاندي پاڼي ته رجوع کیدای سي: