افغانستان

حامد کرزى: په راتلونکو دوو، درېيو مياشتو کې به لويه جرګه جوړه شي

karzai_kabulولسمشر حامد کرزى وايي، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو د سند کارونه به په هغه صورت کې مخته ولاړ شي، چې امريکا په دې اړه د افغانستان غوښتنې ومني.

ولسمشر حامد کرزي، چې نن (د ورى په ٢٢مه) يې په کابل کې خبريالانو ته خبرې کولې وويل، چې امريکا دوه اونۍ مخکې افغان دولت ته د ستراتېژيکو همکاريو يو سند وړاندې کړ.

د ده په وينا، چې د دغه سند په اړه د افغان دولت هر اړخېزې څېړنې روانې دي او تېره ورځ هم د امنيت د شورا په ناسته کې پرې اوږدې خبرې وشوې.

حامد کرزى وايي، چې د دغه سند په اړه د افغانستان د دولت غوښتنې او ليدلورى مشخص شوى او د امريکا دولت ته به يې وړاندې کړي.

ده د ياد سند په تړاو د افغانستان د غوښتنو په اړه وويل: ((ډېر شرايط مو ايښي، لاس او پښې مو ورته تړلې دي.

هغه زياته کړه، چې تر ټولو مهم شرط په افغانستان کې د سولې راوستل او د امنيت ټينګښت دى.

دغه راز حامد کرزي وويل، چې د مرستو څرنګوالى، خپل سريو عملياتو او هغه کړنې، چې د افغان حکومت د غښتلي کېدو مخه نيسي د هغو د مخنيوي، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قانونمند کېدل هم له يادو شرطونو څخه دي او په دې اړه د سيمې حالات او شرايط هم بايد په پام کې ونيول شي.

ده وويل، چې د دغه سند کار به په هغه صورت کې پر مخ ولاړ شي، چې د افغانستان غوښتنې ومنل شي.

کرزي وويل: “که چېرې امريکا اړيکې غواړي، بايد زموږ شرايط ومني، موږ هم نامعقوله شرايط نه وړاندې کوو.”

ولسمشر څرګنده کړه، چې افغانستان د امريکا هغه ګټې، چې د افغانستان له ګټو سره په تضاد کې نه وي، مني .

نوموړي په داسې حال کې چې ويل يې، چې په ياد سند کې د يادو شرايطو د اجرائيوي ضمانت يادونه هم کېږي او نوموړي زياته کړه، چې د ياد سند په اړه به په تفصيل سره نور معلومات وروسته څرګند شي.

حامدکرزي هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکې دوو يا درېيو مياشتو کې به عنعنوي لويه جرګه جوړه او په دې اړه به خپل نظر څرګند او لارښونې به وکړي.

ولسمشر کرزي تېره ورځ له امريکا سره د ستراتېژيکو همکاريو د څېړلو لپاره له موظف کمېسيون نه غوښتي، چې له واشنګټن سره د ستراتېژيکو همکارېو يو داسې سند برابر کړي، چې په کې د افغانستان، سياسي، اقتصادي او پوځي ګټې مشخصې او د هېواد ملي ګټې خوندي وي.

د افغانستان او د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشرانو د ١٣٨٩ کال د تلې په مياشت کې د وېډيويي کنفرانس له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله ستراتېژيکو همکاريو د سند د برابرولو هوکړه کړې وه .

تر دې مخکې د افغانستان او امريکا تر منځ د حکومت جوړونې او امنيت راوستو په اړه د ملگرتيا دوه ستراتېژيکې اعلاميې په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٨ ميلادي کلونو کې لاسليک شوې وې.

افغانستان د ١٣٨٩ کال د ليزبون په سرمشريزه کې له ناټو سره هم د اوږدمهالو همکاريو يو تړون لاسليک کړى دى.

پژواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x