افغانستان

بیړنۍ خبر: طالبانو د خوږیاڼو مسجد کې چادونه د استخباراتو ناکامه هڅه وبلله

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې شېبه وړاندي یې نن ټکی آسیا ته را لیږلی، ویلي چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ به مرکزي جامع مسجد کې چاودنه د کابل د استخباراتي ادارې له خوا په دې موخه را منځته شوې چې خپل مسلسلو ناکامیو باندي پرده واچوي، او دده په وینا د «اسلامي امارت مجاهدین» بد نام کړي.

نوموړي ویلي چې په دغه چاودنه کې د مسجد ملا امام مولوي صاحب نور الله په ګډون ۲۸ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې دوی یې په کلکه غندي ، او دا یو ناکامه هڅه بولي.

نوموړي ویلي: «موږ دا پيښه په کلکو الفاظو غندو، بزدله دښمن غواړي  دداسي وقايعو په په رامنځته کيدو سره د مجاهدينو او ملت ترمنځ فاصله ايجاد کړي او د مجاهدینو د وروستيو دښمن ځپونکو عملیاتو څخه د خلکو ذهنيت په بله واړوي.
دغه ډول جنایات به د پخوانيو کمونستانو لخوا د مجاهدينو دبدنامۍ په منظور ترسره کیدل او هڅه به کيده چې د مجاهدين په اړه ناسم تصوير خلکوته ورکړل شي، خو لکه څرنګه چې هغو مذبوحانه هڅو کمونستان ته ګټه ونکړه ننني سیکولران هم باید درک کړي چې باطل په پروپاګند ايجادولو او جعلي بدنامیو تړلو سره نشي کولای ملت وغولوي او د مجاهدینو په اړه يي په فکر کې بدلون راولي.»

باید وویل شي چې تیره ورځ په کابل کې د برتانوي سفارت پر موټریز کاروان باندي چاودنه وشول، چې له کبله یې د یو شمېر ملکي وګړو تر څنګ دوه برتانویان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول، او بیا د شپي د کابل په دیپلوماتیکه سیمه وزیر اکبر خان کې د بهرنیانو په یوه دفتر باندي برید وسو، چې څو ساعته یې دوام وکړ، او ویل کیږي چې اوس هم د هلمند په ولایت کې د شوراب پر فوځي مرکز باندي جګړه روانه ده.

بل خوا نن مزار شریف په بازار کې هم چاودنه شوې، او لومړني راپورونه وايي چې څلور کسان ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x