افغانستانخبرونه

نیویارک ټایمز: اشرف غني په ۲۰۰۹ کې دوستم «پيژندل شوی قاتل» باله

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ۷مه ۱۳۹۳ل): په یوه وروستي راپور کې چې نیویارک ټایمز خپور کړی د افغان حکومت او کابینې په اړه خبرې شوي.

په راپور کې د دوستم پخواني ژوند لیک ته اشاره شوې او ویل شوي چې نوموړی په کورنیو جګړو کې وتلی جنګسالار و.

راپور زیاتوي چې دوستم په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې خپله پخوانۍ جنګي سابقه د خلکو له اذهانو وڅنډي.

نیویارک ټایمز لیکي چې په همدې موخه تیره اونۍ جنرال دوستم د خلکو په وړاندې عسکرو ته وینه ورکړه او اعلان یې وکړ چې ۳۰۰ ساتونکي به یې هم ډیر ژر افغان عسکرو ته وینه ورکړي.

راپور زیاتوي چې دوستم اوس کلونه وروسته له خبریالانو سره د ښځو د حقوقو او د بیان د ازادۍ خبرې هم کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې په ۲۰۰۹ کال کې دوستم په ولسمشریزو انتخاباتو کې د حامد کرزي ملاتړی و، هغه مهال اوسني ولسمشر اشرف غني نوموړی د «پیژندل شوي جنګسالار او قاتل» په نامه یاداوه.

د راپور په وینا اوس هماغه پیژندل شوی قاتل او جنګسالار د اشرف غني لومړی مرستیال دی.

د همدې ورځپاڼې د کابل دفتر مشر «روډ نورډلنډ» په یوې جلا مقاله کې لیکلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د دوستم ټاکل کیدلو ګڼې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د نوموړي په اند جنرال دوستم لا هم شخصي ملیشې لري او د بشري حقوقو د فعالان لخوا په قتلونو او ټولوژنو تورن دی.

د یادونې وړ ده چې جنرال دوستم د امریکا او ناټو د ځواکونو کلک خواخوږی ګڼل کیږي، نوموړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مړي «شهیدان» بولي.

دوستم په ۲۰۱۲ کال په خپلې یوې تاریخي وینا کې د امریکا په ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ چې له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو دې له سره غور وکړي، او په وینا یې ځکه چې امریکایانو په دې هیواد کې «شهیدان» ورکړي او درانه لګښتونه یې کړي.

تیره ورځ دوستم د برتانیې سفارت په موټر باندې چاودنه غندلې او په کابل کې يې د برتانیې سفیر ته په استولي پیغام کې څرګنده کړې چې د پیښې د «شهیدانو» په غم کې ورسره ځان شریک بولي.

دوستم په پخواني شمالي اتحاد کې یوه وتلې څیره وه، او له امریکایانو سره یې د طالبانو د حکومت په راپرځولو کې بې ساري مرستې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x