افغانستان

پکتیا: ۲۰۸ ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب لویدیځ ولایت پکتیا کې د ۳۶۵ ښوونځیو له منځه ۲۰۸ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست رییس اسلام الدین منګل پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ځېنې مرستندویه ادارې او د پوهنې وزات ورسره تېر کال ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو وعده کړې وه خو د کاغذ پر مخ پاتې شوه او عملي نه شوه.

نوموړي ویلي چې په ځینو ښوونځیو کې زده کوونکي دې ته انتظار دي چې د ښوونځيو ودانۍ ورغول شي او دوی په مکتب کې ځان شامل کړي.

منګل پر موسساتو او پوهنې وزارت غږ کړی چې په راتلونکي کال کې له دوی سره خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي او هم د راتلونکي کال لپاره ورته مرسته په پام کې ونیسي.

د پوهنې رییس ویلي چې د زده کوونکو شمېر د زیاتیدو له امله نوي ښوونځي تاسسیږي. «حکومت باید ددې لپاره ستراتیژي جوړه کړي څو زده کوونکي په سمه فضا کې زده کړې وکړي».

د احمد خیل ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي چې د ۲ کلونو راهیسې د ځینو ښوونځیو د رغونې کار پیل شوې خو تر دې مهاله لا بشپړ شوي نه دي. دوی د پوهنې وزارت څخه غوښتي چې ستونزې يې حل کړي.

پوهنې ریاست په دې اړه ډاډ ورکړی چې که مرستندویه ادارې او پوهنې وزارت ورسره مالي مرستې وکړي په را روان کال کې به ۳۰ ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x