شعـــــرونه

له آدمه تردې دمه – سید الهام

روح اوتن موناقراردى له آدمه تردې دمه

دا اوس ژونددى كه انګاردى له آدمه تردې دمه

لاترڅوبه غليم وژنودا برياموولي نشته ؟

ستړي نه يولاخوځېږو داستړياموولي نشته ؟

هميشه چي پرې پيره ووهاكمياموولى نشته ؟

درست وطن مودى سيندونه دابرېښناموولى نشته؟

هراقدام مو ابتداء ده انتها مو ولي نشته؟

شوې مو اوښكي دريابونه دا خندا موولي نشته؟

موږ وژلى هرښاماردى له آدمه تردې دمه

ټول جهان راته له خوادى په اورونوسوځل كېږو

بس ايمان را وړل مو جرم بس ايمان ته قربانيږو

سم ژونديوخو د مړيوپه كتاركي حسابېږو

كه هرڅومرو نه كمېږو نه ختمېږو نه وركيږو

نه مخ اړوې بلاوې نه هم موږ ورنه ډاريږو

بس همدغه سلسله ده موږ كه مروكه پاته كېږو

يازندان دى ياخو داردى له آدمه تردې دمه

د تعليم كچه موكمه وخت موتېرشوتياروكي

خلکوجوړكړل تعميرونه موږكووژوندكنډوالوكي

خلک وختل آسمان ته موږ لاناست يوتوروغروكي

هيدرې دغرولمنې هيدرې مو شوې ښارو كي

قربانانيږو مسجدوكي قربانيږو سنګروكي

هيڅ سوال مونه قبليږي تندي مات شول په سجدوكي

دا نصيب موولي خواردى له آدمه تردې دمه

له پېړيو ظالم زيږي له پېړيو ظلم كيږي

له پيړيومو نفسونه د شيطان پخوله نڅيږي

له پيړيو مري وفاوې له پيړيو جفا كيږي

له پېړيو تش نسونه نه مړېږي نه ډكيږي

له پيړيو اوميدونه لكه غوښي كبابيږي

له پېړيو ګرم معلوم دى چي دا ولي نه ګرميږي

په مظلوم باندي ګزار دى له آدمه تر دې دمه

راته غوږ كيږده الهامه !دادنيافاني دنياده

دلته خوارهرمسلمان دى دكافردلته بريا ده

دا دنيا موږ ته دوزخ ده زموږخوښي بياپه عقباده

دغه ژوندد سفرژونددى دادنيانه ده بيدياده

شهادت دى كه زخمونه دا دپاك الله رضاده

ژوند هستي وي كه نيستي وي دا قسمت دى داقضا ده

دا تقسيم د كردګاردى له آدمه تردې دمه

سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x