مصر کې گنجی توب د طلاق سبب شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۳ل): ځینې کسان شاید د ویښتانو شتون یا نه شتون ته خاص اهمیت ورنه کړي؛ خو گنجی توب اکثره د ښځو ناخوښۍ سبب گرځي چې کله نا کله د طلاق سبب هم گرځي.

مصر کې یوې ښځې یوازې د دې لپاره چې خاوند يې گنجی او بدن يي بد بوی درلود د محکمې له لارې طلاق واخیست. عربی رسنیو پر اساس دغه ښځه «جیلان» نومیږي او خاوند يي «اسرم» نومید.

محکمه هم دغه عذر معقول بللو سره د طلاق حکم صادر کړی. دغې ښځې محکمې ته ویلي چې د میړه گنجی توب څخه ځوریده او له امله يي د خلکو مخکې د شرم احساس يې کاوه.

دغې ښځې وویل: «ما څو ځلي له خپل خاوند څخه وغوښتل چې پر سر مصنوعي ویښته ولگوي خو نوموړي زما خبرو ته هيڅ ارزښت ورنکړ چې له امله يي ما احساس کړه چې نور نشم کولی د دغه سړي میرمن پاتې شم.»

دغې ښځې زیاته کړه: «ما له خپل خاوند څخه طلاق وغوښت خو نوموړی انکار وکړ او مجبوره يي کړم چې محکمې ته مراجعه وکړم.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د