افغانستان

ميدان وردګ: په سید اباد کې بهرني ځواکونو خپل یو مرکز تخلیه کړی

marines_us_afghanistanنن ټکی آسیا: د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې بهرنیانو خپله یوه عسکري قرار ګاه تخلیه کړې، او ټوله عسکر یې د میدان وردګ مرکز ته کډه شوي.

د طالبانو د راپور له مخي دغه قرار ګاه د سختو پر لپسې بریدونو له امله تخلیه شوې، او اوس د طالبانو په لاس کې لوېدلې.

پرون د سمنګان ولایت څخه هم د پي آر ټي ډله وتلې، ځکه چې د سیمو خلګو ځینی غوښتنه کړې وه چې سمنګان څخه باید ووزي.

ددې ترمخه د شنبې په ورځ امریکایانو د کونړ ولایت د پیچ درې د مناګي په سیمه کې خپل یو مرکز افغاني ځواکونو ته سپارلی وو، چې په اړه یې د طالبانو یو تن قوماندان حاجي دوران صافي ویلي وو، چې د طالبانو د بریدونو له وجي بهرني اړ سول چې دغه مرکز پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x