ادبي لیکني

هوښیار شاعر

لیکوال: حامد افغان

یوشاعر د وخت پاچا ته ورغی اوخپل شعر یې ورته وویلې، پاچا ورته وویل : ښایسته شعر مو تیارکړی دی ، وایه څه غواړي ؟ شاعر ورته وویل : چې څه غواړم هغه راکوې ؟ پاچا وویل : هو ، شاعر وویل : زه به یوقراني ایت تلاوت کوم په هغه کې چې کومه شمیره راغلي وي هغومره دینار راکوه ! پاچا وویل : سمه ده.

شاعر وویل خدای جل جلاله وایې : ” ﺇﻟﻬﻜﻢ ﺇﻟﻪ ﻭﺍﺣﺪ”

پاچا امر وکړ یودینار ورکړئ ،

شاعر وویل : ” ﺛﺎﻧﻲ ﺃﺛﻨﻴﻦ ﺇﺫ ﻫﻤﺎ ﻓﻲ ﺍﻟﻐﺎﺭ”

… دوه دیناره یې ورکړل ،

هغه بیا وویل :” ﻟﻘﺪ ﻛﻔﺮ ﺍﻟﻠﺬﻳﻦ ﻗﺎﻟﻮﺍ ﺇﻧﺎﻟﻠﻪ ﺛﺎﻟﺚ ﺛﻼﺛﺔ”

دری دیناره یې ورکړل ،

هغه بیا وویل :” ﻗﺎﻝ ﻓﺨﺬ ﺃﺭﺑﻌﺔ ﻣﻦ ﺍﻟﻄﻴﺮ ﻓﺼﺮﻫﻦ ﺇﻟﻴﻚ”

څلور دیناره یې ورکړل .

شاعر بیا وویل : ” ﻭﻻ ﺧﻤﺴﺔ ﺇﻻ ﻫﻮ ﺳﺎﺩﺳﻬﻢ”

پنځه اوشپږ دیناره یې ورکړل ،

شاعر بیا وویل : ” ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻟﺬﻱ ﺧﻠﻖ ﺳﺒﻊ ﺳﻤﻮﺍﺕ”

اووه دیناره یې ورکړل .

شاعر په ایتونوکې پرلپسي شمیرې راوړې اوبیا یې وویل : ” ﻭﻳﺤﻤﻞ ﻋﺮﺵ ﺭﺑﻚ ﻓﻮﻗﻬﻢ ﻳﻮﻣﺌﺬﺛﻤﺎﻧﻴﺔ”

اته دیناره یې ورکړل .

شاعر بیا وویل : ” ﻭﻛﺎﻥ ﻓﻲ ﺍﻟﻤﺪﻳﻨﺔ ﺗﺴﻌﺔ ﺭﻫﻂ  ﻳﻔﺴﺪﻭﻥ ﻓﻲ ﺍﻷﺭﺽ”

نه دیناره یې ورکړل .

شاعر وویل : ” ﺗﻠﻚ ﻋﺸﺮﺓ ﻛﺎﻣﻠﺔ”

پاچا لس دیناره ورکړل .

شاعر وویل : ” ﺇﻧﻲ ﺭﺃﻳﺖ ﺃﺣﺪ ﻋﺸﺮ ﻛﻮﻛﺒﺎ”

یولس دیناره یې ورکړل .

شاعر وویل : ” ﺇﻥ ﻋﺪﺓ ﺍﻟﺸﻬﻮﺭ ﻋﻨﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﺛﻨﺎ ﻋﺸﺮﺷﻬﺮﺍ ﻓﻲ ﻛﺘﺎﺏ ﺍﻟﻠﻪ”

دولس دیناره یې ورکړل، او پاچا وویل : همدومره نور دیناره هم ورکړئ اونور یې رخصت کړئ ! شاعر ورته وویل : ولي صیب ؟!

پاچا ورته وویل : ویریږم اوس به ووایې : ” ﻭﺃﺭﺳﻠﻨﺎﻩ ﺇﻟﻰ ﻣﺎﺋﺔ ﺃﻟﻒ ﺃﻭﻳﺰﻳﺪﻭﻥ”. په دې ایت کې د یونس علیه السلام د قوم یادونه ده چې څه د پاسه سل زر خلک وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x