افغانستان

ملي امنیت کابل کې د طالبانو اړوند د چاودېدونکو توکو د نیولو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دوی د طالبانو ۹۷ سلنه پلانونه له وخته وړاندې خنثی کوي او یوازې ۳ سلنه یې په افغانستان کې عملي کیږي.

ملي امنیت دغه ادعا په داسې حال کې کوي چې په تېرو څو اونیو کې په پلازمېنه کابل کې نېږدې هره ورځ پر بهرنیو او کورنیو عسکرو سرتیری برید او یا هم چاودنې شوي دي.

پرون سهار د لیندۍ پر ۶مه د کابل –جلال اباد پر لویه لاره د کابل ښار نهمې حوزې اړوند په قابلبای سیمه کې د برتانیې سفارت پر موټر سرتیری برید وشو چې په ترڅ کې د برتانیې سفارت ۲ مامورین او ۳ نور کسان ووژل شول.

د ورځې په پای کې ماښام ۷:۲۰ بجې د کابل په مهمې، ديپلوماتیکې او نسبتا ارامې سیمې وزیر اکبر خان مېنه کې د امریکایانو پر یوې مهمې موسسې او مېلمستون IRD برید وشو چې ۵ ساعته یې دوام درلود. IRD د امریکا USAID له خوا تمویلېدونکې موسسه ده چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې فعالیتونه کوي. د دې موسسې د کندهار څانګه پخوا هم په نښه شوې وه.

په عین حال کې په هلمند کې بېګا د شپې پر ۸ بجو د ښوراب پر پوځي اډې طالبانو ډله ییز برید کړی چې تر دې مهاله (ماښام ۶ بجې) د ۲۲ ساعتونو په تېریدو سره روان دی.

ملي امنیت وايي چې په تېرو ۳ ورځو کې يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په کابل ښار کې ځېنې «ترهګرې شبکې» له منځه وړي دي.

یاد ریاست زیاتوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې يې د واسکټونو، مقناطیسي ماینونو او چاودیدونکو توکو د جوړونې یو ستر مرکز کشف کړی.

ملي امنیت ویاند عبدالحسیب په وینا «دغه مرکز د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د حقانی ډلي لخوا ایجاد شوی وو، چې د یاد مرکز مسوول په نوم د صفت الله د حقانی شبکي د استخباراتو مسوول شیرخان منګل لخوا ګمارل شوی وو.»

حسیب وايي: «دغه خطرناکه شبکه په ډیر مهارت سره د کابل ښار د اتمې ناحیی په اړوندو سیمو کې د معاملاتو لارښود تر پوښښ لاندې ایجاد شوي وه، چې د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا کشف او له منځه یووړل شوه.»

عبدالحسیب له قوله په تېرو څو ورځو کې يې ۹۹ کسان نیولي دي چې له منځه يې « ۴۰ تنه ترهګر په کابل ښار کې، ۲۹ تنه ترهګر په ننګرهار ولایت کې، ۱۹ تنه ترهګر په خوست ولایت کې، ۷ تنه ترهګر په بغلان ولایت کې، ۵ تنه ترهګر په غزنی ولایت کې او ۴ تنه ترهګر په کندهار ولایت کې نیولي دي، چې په نیول شویو کسانو کې ځیني بهرني تروریستان هم شامل دي.»

د کابل ښار د څرخي پله، پکتیا کوټ او احمدشاه بابا مېنې یو شمېر اوسیدونکي وايي چې ملي امنیت عام کسان د طالبانو په تور نیسي او وروسته یې د پیسو په مقابل کې خوشې کوي.

د پکتیا کوټ او احمدشاه بابا مېنې سیمو ډېری اوسېدونکي پښتانه دي.

داسې راپورونه هم شته چې له دغو سیمو څخه د ملي امنیت اداره د طالبانو په نامه ولسي وګړي نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x