ینس سټولنټبرګ

ناټو سرمنشي د ولسي جرګې له خوا د امنیتي تړون تصویب وستایه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ۷مه ۱۳۹۳ل): د ناټو سرمنشي وايي چې د ولسي جرګې د هغې پریکړې هرکلی کوي چې له امریکا او ناټو سره یې د تړونونو لاسلیکېدا تصویب کړه.

«ينس ستولتنبرګ» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان ولسي جرګې د رایو په قاطع اکثریت سره هغه تړونونه تصویب کړي چې دې هیواد له ناټو او امریکا سره لاسلیک کړي دي.

یاد تړونونه د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ولسمشرۍ له سوګند څخه وروسته په ۲۴ ساعتونو کې د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر په واسطه لاسلیک کړل.

ینس زیاتوي چې د دغو تړونونو په تصویب سره ناټو او امریکا ته قانوني لاسوندونه ګوتو ته ورغلل، چې پر اساس به یې دوی «غیرمحاربوي» ماموریت ته ادامه ورکوي.

که څه هم په دغو تړونونو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ماموریت «غیرمحاربوي» ګڼل شوی؛ خو تېره اوونۍ ولسمشر اوباما د خپلو ځواکونو د محاربوي ماموریت د یوه کال غځېدا په پټه لاسلیک کړه.

خو د ناټو سرمنشي نه دي ویلي چې تر دې وړاندې د امریکا او ناټو شتون په افغانستان کې پر کوم قانوني اصل ولاړ و.

ینس وايي چې وروسته له دې به دوی افغان ځواکونه د جګړې لپاره روزي او مشورې به ورکوي.

د ناټو سرمنشي ویلي چې د دوی په مرستو به دغه ځواکونه لا تقویه شي او د خپل هیواد بشپړ واک به ترلاسه کړي.

خو ینس دا نه ده په ډاګه کړې چې دا مهال د هیواد بشپړ واک له چا سره دی چې ټاکل شوې افغان ځواکونو ته به انتقالیږي.

د ناټو سرمنشي ویلي چې د جنوري له لومړۍ ورځې به د افغانستان راتلونکی د افغانان په لاس کې وي، خو ټینګار کوي چې د دوی حمایت به لا هم ادامه ولري.

ینس ستولتنبرګ ویلي چې افغان ځواکونو ته به یې د پیسو او مالي مرستو لړۍ جاري ساتي.

د ینس په اعلامیه کې د امریکا او ناټو د مالي مرستو په اړه ټینګار شوی چې یوازې او یوازې په نظامي بخش کې به لګول کیږي تر څو افغان ځواکونه په ښه توګه وجنګیږي.

خو د عامو افغانانو د ورځني ژوند د ښه کولو لپاره د ینس په اعلامیه کې د پیسو او مرستو څرک نه لګیږي.

د ناټو سرمنشي د اعلامیې په پای کې ویلي چې افغان نظامي ځواکونو ته به نه یوازې پیسې ورکوي بلکې خپلې مشورې به هم ورڅخه نه دریغوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د