طالبان :- نړيواله ټولنه او د بشرى حقوقو اداري د بهرنيانو لخوا د ملکي افغانانو وژل وغندي

Emam_Saheb_district_of_Kunduzنن ټکی اسیا: طالبانو په خپل یوه نوې خپره شوې اعلامیه کې د بهرني او افغاني ځواکونو له خوا په دې وروستیو کې عام وژنه په کلکه سره وغندله، او د بشري حقوقو پر ټولنو او څارونکو یې ږغ کړې چې په دې اړه خپل مکلفیت درک کړي، او افغانان د امریکایانو له خوا د عام وژني څخه وژغوري.په اعلامیه کې راغلي، چې نړیوال سازمانونه خو د ملکي مرګ ژوبلي په اړه همېشه طالبانو ته ګوته نیسي، ( دوی باید ددښمن لخوا داولسي خلکو دروان قتل عام په اړه خپل دریځ روښانه کړي او دا کرغیړن اعمال یې په صریحو ټکو وغندي)

دغه اعلامیه چې نن ټکی آسیا ته د برېښنالیک له لاري را رسیدلی، مونږ یې د لا معلوماتو لپاره د کتونکو لپاره دلته کټ مټ نشروو..


ددښمن لخوا دپرله پسې ملکي عاموژنو اوزیانونو په اړه داسلامي امارت اعلامیه

په دې وروستیوکې دافغانستان په مختلفو سیمو کې دیرغلګرواودهغوی دمزدورانو له خوا په ملکي وګړوباندي ړندو بمباریو ، چاپو ، مخامخ ډزو او نورو بیلابیلو بریدونواووحشتونو خورا زور اخیستی ، چې په ترڅ کې یې په ورځني ډول ګڼ شمیر ملکي افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي .
دروان میلادي کال له پیل راهیسې امریکایانو دهلمند ، کندهار ، کندز ، کنړ ، لغمان اوخوست ولایتو نوسربیره دهیوادپه نورو مختلفو سیمو کې په بیلابیلو عملیاتو او بریدونو کې ګڼ شمیر بې ګناه افغانان په شهادت رسولي او ټپیان کړي دي .

دتېرې فبرورۍ په ۱۸ مه نيټه امریکایانو دکنړ ولایت په غازي اباد کې په بې رحمانه بمباریوکې ترسلوډير ولسي وګړي چې زیاتره یې ماشومان وو ، شهیدان او ژوبل کړل ، له همدې پیښې څو ورځې وروسته دوی دهمدې ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې هم همدا جنایت تکرار کړ ، او نهه تنه معصوم کوچنیان یي په شهادت ورسول ، په دې سربیره دهیواد په زیاتره جنوبي ، جنوب ختیځو ، او ختیځو لیرې پرتو سیموکې دامریکایانو چاپې اوبمبارۍ همداسې روانې پاتې شوي دي ، چې په ورځني ډول په کې ملکي خلکو ته ډیرتلفات اوړي ، په تأسف سره چې ددې اونوروداډول پیښو یوازې لس سلنه په مطبوعاتو کې انعکاس مومي . دبېلګې په توګه یې په لاندي کرښوکي دڅوهغویادونه کووچي رسنیونشرکړي دي .
جنوري :
دجنوري پر۲مه دکونړداسمارولسوالۍ په شال نومي سیمه کي دامرکایانوپه یوهوایې بریدکي «دوه تنه ماشومان اویوه ښځه »په شهادت رسیدلي دي . پر۸مه یې دهمدغه ولايت دماڼوګي ولسوالۍ په ترري سيمه کي هم د بمبارله امله «درې »تنه ملکي هیوادوال شهیدان سوي دي . پر۱۶مه یې دمیدا ن وردګ ولايت د سيدابادولسوالۍ دتنګي درې په جوزرین کلي کي هم په یوهوایې بریدکي «څلور»تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .دغه رازدجنوري پر۲۴مه یې بیادلوګرولايت په پل علم کي دوه تنه ملکي وطنوال په غره کي د تیږو ماتولوپرمهال شهیدان کړي دي.
فبروري :
دفبروري پر۴مه یرغلګرودننګرهارپه لعلپوره ولسوالۍ کي دوه تنه شهیدان کړي دي .پر۶مه یې دکندهارولایت خاکریزولسوالۍ کي څلورتنه شهیدان کړي دي .پر۸مه یې دهلمندولایت په ګریشک ولسوالي کي څلورتنه شهیدان کړي دي .پر۹مه دغزني په اندړوکي دوه تنه شهیدان کړي دي .پر۹مه دهلمندولایت موسی کلاولسوالۍ کي شپږتنه شهیدان کړي دي . پر۱۶مه یې دهلمندولایت ناوې ولسوالۍ کي دیوکورڅلورتنه غړي پلارحاجي عبدالخالق اودرې زامن یې شهیدان کړي دي .پر۲۱مه یې دننګرهارخوګیاڼوکي ولسوالۍ کي شپږتنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .پر۲۳مه یې هلمندولایت په مارجه کي درې تنه شهیدان کړي دي . پر۲۴مه یې دکاپیساولایت په اله ساي ولسوالۍ کي پنځه تنه وګړي شهیدان کړي دي .
مارچ :
دمارچ پر۵مه امریکایانو دیوې چاپې په ترڅ کي دخوست دنادرشاه کوټ ولسوالي په جګي کلاکلي کي درې تنه ملکیان شهیدان کړي اونهه تنه نوریې بندیان کړي دي .پر۸مه یې دلوګردڅرخ ولسوالۍ دخروټوکلي کي دوه تنه ملکیان شهیدان کړ يدي .دغه رازدمارچ په لومړۍ اونۍ کي دیرغلګروځواکونودچاپواوبمباریوله امله دهلمندولایت دسنګین ولسوالۍ په بیلابیلوکلیوکي دوه پنځوس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي .پر۱۰مه یې دکندهارولایت دژړۍ ولسوالۍ په سنګیسارسیمه کي درې کسه ملکیان شهیدان کړي دي .پر۱۵مه یې دکونړولایت دڅوکۍ ولسوالي کي دوه تنه شهیدان کړي دي .پر۱۶مه یې دکونړولایت په شیګل ولسوالي کي پنځه لس تنه ملکیان دښځواوماشومانوپه ګډون شهیدان کړي دي .پر۲۴مه یې دهلمندولایت په مارجه کي پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .پر۲۷مه یې دهلمندولایت دنوزادولسوالۍ کي دسپرلیوپرموټرپه بریدکي اووه تنه شهیدان کړي اواته تنه یې ژوبل کړي دي . پر۲۹مه یې دجوزجان ولایت په قوشتیپه ولسوالۍ کي څلورتنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .
په دې وروستیو کې چې دامریکایي پادري لخوا دقران کریم له سوزولو وروسته دهیواد په بیلابیلو ښارونو کې اولسي خلک په مظاهرو ته راووتل ، دښمن ته یو ځل بیا له اولسي خلکو دانتقام اخیستلو ښه فرصت په لاس ورغی ، په هغواولسي مظاهرو کې چې په مزارشریف ، کندهار اود هیواد په نورو ښارونو کې ترسره شوې ددښمن سرتیرو په پوره بې رحمۍ په بې وسلې اولسي خلکو په بیا بیا مرمۍ وچلولې چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر اولسي وګړي شهیدان او ټپيان شول .
دافغانستان اسلامي امارت دملکي افغانانو په وړاندې دکورنیو او بهرنیانو دښمنانو دغه جنایت کارانه اعمال په کلکه غندي ، او دانسانیت په وړاندې یې ستره ناروا بولي .اسلامي امارت دې واقعیتونو ته په پام سره په نړیواله ټولنه او دبشري حقونو په څارونکو ادارو غږ کوي چې په دې برخه کې خپل مکلفیت درک کړي ، اودملکي افغانانو دژوند دژغورلو په برخه کې خپل ټول توان په کار واچوي .
اسلامي امارت دملګرو ملتونو په ګډون دبشري حقونو اویوشمیر نورونړیوالوسازمانونو دهغې بې انصافۍ په اړه داعتراض غږ اوچتوي ، چې دملکي مرګ ژوبلې په مسئله کې دپړې ګوته یوازې مجاهدینوته نیسي ، دوی باید ددښمن لخوا داولسي خلکو دروان قتل عام په اړه خپل دریځ روښانه کړي او دا کرغیړن اعمال یې په صریحو ټکو وغندي .
په پای کې دافغانستان داسلامي امارت مشرتابه له هغو ټولو افغانانو سره چې په دې وروستیو کې یې په جګړه او ددښمن په بمباریو کې ژوند له لاسه ورکړی او یاټپيان شوي دي ، دزړه له اخلاصه خپل دتسلیت مراتب شریکوي ، الله تعالی دې شهادتونه او ټپونه په خپل دربارکې قبول کړي .اوالله تعالي دي ژرترژره زموږله پاکي خاوري څخه داسلام اوهیواددیرغلګرواوداخلي دښمنانوکرغیړن ټغرټول کړي .امین
دافغانستان د اسلامي امارت مشرتابه
1432/5/8 هق
2011-04-11 م

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د