افغانستان

عبدالله: ډېر ژر به نوې کابينه وټاکل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرايوي مشر عبدالله عبدالله وايي، چې د کابينې پر جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به د نوې کابينې یوازې مهم وزارتونه اعلان شي.

وخت پر وخت د ګډ حکومت د دواړو ټيمونو تر منځ مستقيمې او غير مستقيمې ناندرۍ رسنيو ته راوځي او داسې ښکاري، چې تر اوسه د دوی ترمنځ پر واک بشپړه هوکړه نه ده شوې؛ ځکه چې څو ورځې وړاندې د اشرف غني لومړي مرستيال بي بي سي فارسي برخې سره د عبدالله د ټيم هغه خبرې رد کړې، چې ګواکې واک به د دواړو ټيمونو تر منځ پنځوس-پنځوس سلنه وېشل کېږي.

جنرال دوستم زياته کړه: «که واک پنځوس-پنځوس سلنه تقسيم شي، نو بيا خو دوه دولته شول او دوه دولته بيا دوه ولسمشران غواړي او دغسې وخت کې بيا زموږ لارې سره جلا کيږي.»

د ګډ حکومت اجرايوي مشر عبدالله عبدالله د جنرال دوستم د څرګندونو په غبرګون کې وويل، چې د کابينې د ويش په اړه يوازې له ولسمشر سره خبرې کوي او د دوستم په ګډون بل څوک له دې پروسې نه دي خبر او دی دوستم په دې څرګندونو نه ملامتوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم د ګډ حکومت دواړه لوري د پټو ناندريو او بدګومانيو له امله په دې نه دي توانيدلي، چې د نوي حکومت کابينه اعلان کړي.

وړمه ورځ د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي ولسي جرګه کې وويل: «حکومت دوه مياشتې وخت لري، چې خپله کابينه اعلان کړي او دا دی دوه مياشتې په تېرېدو دي او د کابينې څرک نه ليدل کيږي او له دې وروسته د ملي وحدت حکومت سر تر پايه ناقانونه دی.»

تېره ورځ ارګ ته نژدې باوري سرچينو خبر ورکړ، چې د ګډ حکومت دواړه لوري د اوولسو وزارتونو په ويشلو سره سلا شوي او د لندن له غونډې مخکې به د يو شمېر مهمو وزارتونو مسؤولين اعلان شي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د ګډ حکومت دواړه مشران بايد د لندن له غونډې مخکې د کابينې مهم وزارتونه اعلان کړي او د سرپرستو وزيرانو حضور د لندن غونډه کې د ګډ حکومت باور ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.

ويل کيږي، چې نوې کابينه کې به ډېری وزيران نوي وي او اشرف غني فکر کوي، چې زاړه وزيران د خلکو او حکومت په تول پوره نه دي ختلي، نو له همدې امله غواړي د ګډ حکومت نوې کابينې لپاره نوې څېرې راميدان ته کړي.

د سياسي چارو څارونکي واي، چې د نوو وزيرانو ټاکل د خلکو درد نه شي دوا کولای، ځکه د نوې کابينې ډېری غړي به له لويديځو هېوادونو راځي او ولس به يې نه پيژني او اشرف هڅه کوي، چې له لويديځو هېوادونو د لوړو زده کړو لرونکي افغانان راولي، مګر دغه خلک به د افغانستان له اداري جوړښت، کلتور او د خلکو له کړو وړو سره نابلده وي او تر څو چې په کار پوهيږي، د ولس او حکومت ډېر وخت او پيسې به ضايع شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x