کرکټ: اماراتو لوبډلې افغانستان مات کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو تر منځ د څلور یو ورځنیو سیالیو لړۍ د نن ورځې له لوبې څخه پیل شوه. دغه لوبه کې افغان لوبډله په پنځه ویکټو ماتې وخوړه.

لوبې پچه افغان لوبډل مشر محمدنبي وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. افغان لوبډله په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره افسر ځاځۍ ۶۰، نوروز منګل ۵۲ او اصغر ستانکزی ۴۶ منډو جوړولو سره غوره توپ وهنه وکړه.

اماراتو لپاره کراتې ۲ ویکټو اخیستلو سره ښه وځلید.

اماراتو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۸.۴ اورونو کې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه. دغه لوبه کې د اماراتو لپاره غوره توپ وهنه امجد علي ۶۷، خرم خان ۵۳ او برینجر ۵۲ منډو جوړولو سره وکړه.

نننۍ لوبه کې محمد نبی عیسی خیل دوه ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د