افغانستان

د بهرنيو قواوو په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپيان شول

bullets_hangs_offنن ټکی آسیا: د وردګ ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو په ډزو سره دوه (2) تنه ملکي وګړي مړه او څلور (4) نور ټپيان شول .

د وردګ ولايت امنيه قوماندان حقنواز پرون د يکشنبې په ورځ وويل چې تيره شپه د سيد اباد په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو په ډزو سره دوه تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي .

امنيه قوماندان د تفصيلاتو په ورکو سره زياته کړه چې د دې ولايت د سيد اباد د ولسوالۍ د (تنګي) په سيمه کې بهرني عسکر د خپل يو مرکز څخه وتلي خو يواځې يو کوچنى ټولى يې اوس هم هلته ميشت دى چې تيره شپه د سيمې يو شمير اوسيدونکي په مرکز کې د پاتې شويو ناکاره سامان الاتو د وړولو لپاره نوموړي مرکز ته ورغلي وه.

هغه زياته کړه چې په مرکز کې ميشتو عسکرو پر هغوى ډزې کړي چې له کبله يې دوه (2) تنه وژل شوي دي .

امنيه قوماندان وويل  (د وژل شويو دوه تنو د ځنډيدو له کبله د هغوى څلور نور ملګري مرکز ته داخل شول چې هغوى هم د بهرنيو قواوو لخوا په ډزو وويشتل شول او څلور (4) واړه ټپيان شول ).

حقنواز وويل چې دغه پيښه د سيمې د اوسيدونکو د تيروتنې له امله رامنځته شوى دى .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x