افغانستان

د شوراب پر پوځي اډې جګړه دوهمې ورځې ته وغځېدله

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): هغه برید چې بېګا شپه ۸ بجې د شوراب پر سترې پوځي قرارګاه پیل شوې، دوهمې ورځې ته وغځول شو.

طالبانو پرون /پنجشنبه، لیندۍ ۶مه/ په کابل او هلمند کې هم مهاله بریدونه پیل کړل. د کابل برید ۵ ساعته دوام درلود او هلمند جګړه د ۲۴ ساعتونو په تېریدو سره لا هم روانه ده.

د هلمند ولایت د ۲۱۵میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني ویلي چې د شوراب پر پوځي اډې د طالبانو برید لا هم روان دی او تر دې دمه په کې ۲۶ برید ګر وژل شوي.

د پرواني له قوله چې ۶ تنه بریدګرو په ځان پسې چاودیدونکي توکي تړلي و او ځانونه ته یې چاودنې ورکړي.

خو بل پلو طالبان وايي چې په برید کې ټولټال د دوی ۱۰ تنو بریدګرو برخه اخېستې ده او تر اوسه جنګیږي. طالبانو تر دې مهاله د خپلو بریدګرو د وژل کيدو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو لخوا خپره شوې ویډيو هم ښيي چې ټول سرتیري بریدګر ۱۰ تنه دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال له قوله په دغه ۲۴ ساعته جګړه چې تر دې مهاله دوام لري ټول ۵ تنه عسکر وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي چې په وینا یې ټپونه یې سرسري دي.

بل پلو د همدې ولایت د والي ویاند عمر ځواک د ۳ عسکرو ټپي کېدل او ۶ بریدګرو وژل کيدل منلي دي. نوموړي ویلي چې برید جریان لري او پر بریدګرو یې ساحه تنګه کړې.

طالبانو د شوراب پر پوځي قرارګاه د دوی ډله ییز برید په اړه په وروستي غبرګون کې ویلي چې جګړه لا هم دوام لري او ګڼ شمېر بهرنیو او کورنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبان همدا راز ادعا کوي چې د تېرې یوې ورځې راهیسې پیل شوې برید کې یې لسګونه پوځي وسایط، زغروال ټانګونه او الوتکې له منځه وړي دي.

دوی مني چې دولتي عسکرو له لوري پرې تعرضي بریدونه شوي خو دوی بېرته پر شا تمبولي دي.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د شوراب د جګړې په اړه په وروستي غبرګون کې ویلي چې په «سلګونو عسکر د جګړې په ډګر کې پراته دي»، نوموړي له ازادو او بې طرفو ژورنالستانو غوښتي چې سیمې ته ورشي او وضعیت له نېږدې وګوري.

احمدي څو ساعته وړاندې ویلي و چې په جګړه کې یې سلګونه بهرني او کورني عسکر وژلي، همدا راز تر ۲۰۰ زیات ټانکونه او الوتکې یې له منځه وړي دي.

نوموړي د خپل یو ملګري له خولې لیکلي چې په یواځې ځان یې ۱۵ ټانګونه سوځولي، د لرګیو کوټو ته رسیدلي او اورونه يې ور اچولي.

په عین حال کې طالبانو د خپلو بریدګرو ملګرو چې د جګړې له ډګره يې په تلیفون او مخابرې نورو ملګرو ته د جګړې احوال ورکوي، یو ویډیو خپره کړې.

په دغه ۳ دقېقې او ۲۵ دقیقې ویډیو کې سرتیري برید ګر وايي چې «په خیمو کې، په موټرانو کې مکمل اورونه بل کړي، یوې خوا هم کسان نشته، داسې مو غلي کړي دي…».

بل وايي چې «کار یې برابر دی، دوی په خیمو کې دي، دروازې يې بندې کړي، موږ اماده یو چې دوی صرف راووځي».

وروستی برید ګر وايي چې مړي یې مخته پراته دي. هغوی د تسلیم نارې وهي، دوی يې په ککریو ولي. «موټرانو او ټانکونو ته مو اورونه اچولي.»

دغه بریدګر زیاتوي چې د «اډې دننه داسې ګرځي لکه خپل کور کې چې ګرځي».

دوی د تلیفون د ملګرو څخه غوښتنه کوي چې دعاګانې ورته وکړي.

طالبانو ویلي چې وروستی برید يې د امنیتي تړون په غبرګون کې کړی.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او نورو لوړپوړو چارواکو د هلمند برید په اړه څرګندونې نه دي کړي.

یو شمېر ژورنالستان هم وايي چې امنیتي چارواکي يې نه زنګونه پورته کوي او نه هم دوی ته د هلمند په اړه سم ځواب ورکوي.

طالبانو له رسنیو غوښتي چې د شوراب سیمه له نېږدې وګوري او حقیقت  معلوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

حیرانونکی جنګ !!! که دا د الله معجزه نه وی ، نور یی څه بولی ، د انسانی طاقت څخه بیرون ده چه په دومره مجهزه او مصونه عسکری ماحول کی دی لس کسان د طالبانو په کچه وسلوال په پوره طاقت صره ننوځی او دومره لوی هوایی او زمینی ډګر دی د بریالیو یرغلونو او حملو لاندی ونیسی ، دومره ټانکونه ، الوتکی دی په کی تخریب او په سوونو عسکر دی پکی ووژنی او تر دوه ورځو پوری د ی د دشمن په کورکی دشمن ناتوانه کړی چه عسکر یی د تسلیمی چیغی وهی ، دا که د… نور لوستل »

محمودالغزنوی

أالحمدلله،أاللهم أعن اخوانناالفدائین ولاتُعن علیهم وانصرهم ولاتنصرعلیهم وامکرلهم ولاتمکرعلیهم واهدهم ویسرلناولهم الهدی،أاللهم انصرهم علی من بغی ویبغی علیهم،

الیاس

الحمد لله د فدایانو بریدونه خو ډیر په چټکی سره روان دی خو که تاسی په سیمه کی له عینی شاهدانو څخه هم نظریات را ټول کی دا به ډیره ښه وی

الیاس

د کابل ګوډاګی اداره ولی ددی بریدونو د کیفیت باندی سترګی پټوی او وایی چی یواځی دری فیصده هدف ته رسیګی ستاسو تبصر په دی اړه مونږ ته مهمه ده مننه ستاسو ورور الیاس عمر

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x