نړۍ

د جمعيت علماء اسلام لوړپوړی مشر سناتور خالد سومرو ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان جمعيت علماء اسلام لوړپوړی مشر سناتور ډاکټر خالد سومرو د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شو.

راپورونه وايي، چې خالد سومرو د سند ايالت سکهر ولسوالۍ کې د سهار له لمانځه وروسته له جوماته راووت، چې نا څرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې او ډاکټر خالد سومرو يې ځای پر ځای وواژه.

د جمعيت علماء اسلام مشرتابه او د خالد سومرو زوی ناصر محمود د نوموړي وژنه تاييد کړې ده.

له پېښې وروسته د سند ايالت په ګډون د پاکستان لروبر کې حالات ډېر تاوژن دي، مګر د جمعيت علماء اسلام مشرانو خپلو پلويانو ته ډاډ ورکړی، چې صبر وکړي او له حکومته يې غوښتي، چې د ډاکټر خالد محمود سومرو قاتلين ژر تر ژره ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې سناتور ډاکټر خالد محمود سومره د پاکستان جمعيت علماء اسلام له مرکزي او لوړپوړو مشرانو څخه و، د پاکستان او په ځانګړې توګه دسند ايالت په سياست کې يې رغنده رول درلوده.

ډاکټر خالد سومرو د سند ايالت لاړکانې ولسوالۍ و او سکهر ولسوالۍ ته يوې غونډې ته د ګډون په موخه راغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

الله دی د افغانستان د مظلومانو انتقام ترینه واخلی چی پخپله د پاکستان په کفری نظام کی په پارلمان کی له بی حجابه ښڅو سره مزی اوچړچی کوی د نظام تایید کوی حتی په ضد خبره هم نه کوی او په افغانستان کی د جهاد او اسلامی نظام د قایمیدو چیغی وهی او مسلمانانو زه له تاسی پوښتنه کوم آیا دداډول کړنی جواز په اسلام کی شته بی ناموسه او خبیث مشر یی له بینظری سره په بنده خونه کی دری ساعت ملاقت کوی او چیغی د اسلام وهی زه وایم چی د تاسی کوم عمل په اسلام برابر ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x