افغانستان

اتحاد علماء افغانستان په فلوریډا کې د قرآن کریم سوځول وغندله

jalal_abad_muzahira_2011-4-2نن ټکی آسیا: اتحاد علماء افغانستان په خپل یوه اعلامیه کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د نصراني کشیش ټیر جونز له خوا د قرآن کریم سوځول په کلکه سره وغندل.

اعلامیه کې د قرآن کریم د سوځولو دغه پيښه د ترهګری تر ټولو ستره پيښه وبلل سوه.

دغه اعلامیه چې نن ټکی آسیا ته پر برېښنالیک باندي را استول سوې، د کتونکو د لا معلوماتو لپاره یې دلته کټ مټ نشروو:


اتحاد علماء افغانستان

تاريخ ٧ اپريل ٢٠١١ء

په تاريخ ٤ جمادى الاولى ١٤٣٢ هـ ق مطابق ٧ اپريل ٢٠١١ء د اتحاد علماء افغانستان اجتماع د شيخ عبد الله ذاکري په مشري جوړه سوه، پر لاندي موضوع بحث وسو، هغه دا چي د امريکي رياست د فلوريډا په ښار گينزولي کي د ټولو غټه د دهشتگردي واقعه پيښه سوه، چي هلته ملعون ټيري جونز په تاريخ ٢٢ مارچ ٢٠١١ء و قرآن کريم ته اور ورواچوى، دا عمل د ملل متحد د منشور خلاف دى، او د ټول بشر د تباهي ذريعه ده او دا کار په ټولو ملتونو کي په تير وخت کي د کمونيست عقيدې پيروانو کاوه لکه روس او چين او بس، اوس هغوى دا کار پرې ايښى دى، غربيانو دا کار شروع کړى دى، په کراتو مراتو په غربي ممالکو کي دا عمل د امريکا په مشري دوام لري او هر هغه څوک چي دا کار وکړي امريکا د هغه چا حفاظت کوي، دې کار د اوباما د قدرت په لاس کي اخيستلو سره نوره ترقي وکړه او علاوه پر عراق او افغانستان په ټوله عربي او اسلامي ممالکو کي نوي تخريبات شروع کړي دي، د اتحاد علماء افغانستان فيصله ده چي اوباما دوهم وار مرتد سوى اول د اسلام څخه نصرانيت دوهم وار د نصرانيت د عقيدې څخه يې د کمونيست عقيده اختيار کړې ده، فلهذا توهين د اديانو کوي، د امريکي ملت دي ژر تر ژره دا د بشرکينسر اوباما د قدرت څخه وغورځوي، او هغه کسان چي د اسلام د شعائرو توهين کوي يا يې کړى وي د امت مسلمه فريضه ده چي د قدرت په وخت کي يې نيست او نابود کړي، هغه مسلمانان چي په بلخ، قندهار، کابل، جلال آباد، لغمان، خوست وغيره ولاياتو کي د افغانستان او يا د اسلامي دنيا کي د اسلام د حفاظت په خاطر شهيدان او يا زخميان سوي صد آفرين ورته وايو، الله جل جلاله دي فردوس ورکړي او سياسي سربراهان د اسلامي ممالکو ته شرم په کار دى چي دوى د هغه چا سره ناست دي چي د دوى د قرآن مقدس او نبي اکرم صلى الله عليه و سلم په توهين فخر کوي، حد اقل که نور نه سي کولاى د هغه جهاني ټولني څخه چي قيادت يې امريکا کوي بايد ژر تر ژره ووځي.

و ذالک اضعف الايمان ــ و من الله التوفيق

الشيخ عبد الله الذاکرى، مولوي عبد المنان، مولوي عبيد الله، مولوي حضرت محمد حقاني، مولوي نور الله، مولوي احمد رباني، مولوي عبد الصمد ، مولوي احمد زاهد اخندزاده، مولوي احمد ګل، مفتي عبد القيوم ذاکري، وغيره علماء کرام د افغانستان د مختلفو ولاياتو څخه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x