نظــر

د ملي امنیت ریاست خندني درواغ

لیکوال: حبیب مجاهد

طالبانو د عین او غین په حکومت او د هغه په متحالفو بهرنیانو بریدونو ته زور ورکړی، پخوا که هدفمند فدایي بریدونه په میاشت کې ترسره کیدل اوس د ورځې خبره ګرځیدلې،دې وضعیت نوی حکومت هم له سختې رسوایي سره مخامخ کړی دی له هرې خوا ورته د استخباراتي ضعف ګوته نیول کیږي او حتی د ارګ مرستیال جنرال دوستم وایي چې استخبارات سخت کمزوري دي.

د طالبانو مسلسلو بریدونو ترټولو زیات اغیز د استخباراتو یا ملي امنیت په کارکوونکو کړی دی،دوی چې همیشه د دروغجنو تبلیغاتو په مټ د بریا لاپې وهلې اوس له سختې رسوایي سره مخامخ دي، یوې پیښې ته یي لا دلائل نه وي تراشلي چې بله رسوایي ورپیښه شي، دملي امنیت ویاندویان د حالاتو د سختۍ له امله اوس په بهانه سازي او دلیل جوړولو پسې نه رسیږي نوځکه ترې د مطبوعاتي کنفرانسونو په مهال خوله غلطیږي او اپلتې غږوي .

تیره ورځ د ملي امنیت یوه ویاند د خپل ادارې د کامیاب ښودلو لپاره وویل ، چې ملي امنیت دطالبانو ۹۷ فیصده حملې له عملي کیدو وړاندې کشفوي او مخه یي نیسی او دا چې روانې دي یوازې ۳ فیصده بریدونه دي.

د کابل او ولایاتو دهرې ورځې روانو مسلسلو بریدونو ته که پام وکړو او بیا دملي امنیت د ویاند دغه ساده خبره ورسره لحاظ کړو نو سړي ته هماغه دامیرعبدالرحمان د وخت د توپ ټوکه وریادوي، چې د توپ دانفجار په وخت نابلده توپچیانو ویل چې توپ دلته دومره تخریب کړی،دا به یي په ټل کې څومره تخریب کړی وي.

ملي امنیت وایي داچې دوی یي لغړ درولي او له سختې رسوایي سره مخ کړي دطالبانو یوازې ۳ فیصده حملې دي، دا که دا فیصدي لږ لوړه شوه څه حال به وي،بله داچې ملي امنیت چې دا خبره کوي که له یوې خوا کوښښ کوي، خپل کشفي ظرفیت لوړ وښيي له بلې خوا په غیرمستقیم ډول د طالبانو په ځواکمنتیا اعتراف کوي، هغه خوځښت چې یوازې دری فیصده حملو یي نړیوال او حکومت له حیرانۍ سره مخ کړي،دا که دې تحریک خپل ټول عملیاتي ځواک رامیدان ته کړ نو ستاسو به څه حال وي؟

د ملي امنیت ریاست تبلیغاتي کارکوونکي وروستیو بریدونو بشپړ ګنګس کړي دي،څو ورځې وړاندې دوه یوه بله خندوونکې نغاره هم وډنګوله، په فراه ولایت کې دملي امنیت یوه کارکوونکي د خپل کور د میرمنو له تمثیل نه په استفاده یوه ویډیو جوړه کړه،چې څو ښځې له ټوپکو سره په کې ښکاري او بیا ملي امنیت اعلان وکړ چې دا ښځه ریزه ګله نومیږي او په جګړه کې یي ۲۵ تنه حمله کوونکي طالبان له منځه وړي .

له دې ادعاء څو ورځې وروسته تر پنځه ویشتو کم طالبان د فراه په څنګلوري هلمند کې دبهرنیو او داخلي پوځیانو ترټولو سترې قرارګاه ته ورننوتل چې تر څلورویشت ساعته زیات جنګ یي په کې وکړ، د ګوتو په شمیر طالبانو امریکایي ځواکونو په سلګونو داخلي عسکر پسې واخیستل او په زیرزمینو یي دننه کړل، تردې چې فدایي مجاهدینو د مخابرو له لارې خپلو ملګرو ته وویل چې موږ په شوراب اډه کې دننه ورته انتظار یو خو داخلي او خارجي عسکر په خپلو سوړو ننوتي او نه راوځي .

ملي امنیت دې پیښې ته په پام سره دا وضاحت ونه کړ، چې دا څرنګه امنیتي ځواکونه دي، چې یوه ښځه یې دومره غښتلې ده چې په لسګونه طالبان له منځه وړي، مګر سلامت قول اردو او د بهرنیانو د دایمي اډې پوځي پرسونل یي دومره بي غیرته دي چې څو تنه طالبانو ته ټول مرکز ورپریږدي او دوی د خپل ځان ساتلو لپاره په غارونو او سوړو کې پناه اخلي.

دې وضعیت ته په پام سره په فیسبوک کې ګڼ شمیر کسانو دملي امنیت خندونکې ادعاوې سختې مسخره کړې، دشوراب د جګړې له اوږدیدو وروسته ځینو ولیکل چې ملي امنیت دې اوس خپله ریزه ګله ورته راولي،چې طالبان ورباندې کنترول کړي، ځکه د شوراب قول اردو ټول لښکر شکست خوړلی و او له خارجي عسکرو سره یوځای په سوړو ننوتي وو.

دا ډول بي بنیاده، متناقض او خندوونکي تبلیغات او ادعاوې په دې دلالت کوي،چې د عین او غین د حکومت د استخباراتو تبلیغاتي کارمندان بشپړ ګنګس شوي ،چې اوس یي له مسخره ادعاګانو څخه د ټولنیزو رسنیو ټوکې او طنزونه جوړ شوي دي.

د طالبانو د ۹۷ فیصده عملیاتو مخنیوی او د ریزه ګلې غوندې مصنوعي خبرې او دعوې هغه څه دي ، چې د ګډ حکومت ابرو یي نوره هم ریژولې،او په دوی نوکی پاته عامه اعتبار یي هم له منځه وړی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x