پر «امنیتي تړون» سربېره ولې نا امنه هېواد؟! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت د دواړو له لوړې ۲۴ ساعته وروسته له امریکا سره «امنیتي» او له ناټو سره د ځواکونو د مېشتېدا تړونونونه پر حنیف اتمر لاسلیک کړای شول. په ټول حکومت کې یوازنی کس اتمر و چې د داسې تړونونو په پای کې يې خپل لاسلیک ته سینه وډبوله. کنه د بهرنیو چارو وزیر تر نورو وړ و چې باید یې لاسلیک کړی وای؛ خو هغه د څو ورځو پاتې وزارت له پاره دا نوم د ځان نه کړ.

په هر صورت، دلته پر دې نه غږېږو چې امنیتي تړون باید لاسلیک شوی وای که نه. د بحث موضوع اوس دا ده چې ګډ حکومت له امریکایانو سره د حامد کرزي اوږدې شخړې او ناندرۍ، د ولس اراده، ملي ګټې، ملي حاکمیت، شرعي حیثیت … دا هر څه شاته وغورځول او تړون یې لاسلیک کړ. حتا دومره وخت یې هم ونه غوښت چې یوه نمایشي بیاکتنه پرې وکړي څو د ولس اندېښنې تر یوه بریده تسکین کړي. اوس خبره دا ده چې د دغسې تړونونو له لاسلیک دوې میاشتې وروسته مو یوازې پلازمېنه نژدې هره ورځ د چاودنو، بريدونو او نښتو شاهده ده. د غني او عبدالله له ګډ حکومته راوروسته داسې ورځ ډېره لږه راغلې ده چې کابل ښاریانو دې ارامه تېره کړې وي.

له تړون وروسته د توپاني تبلیغاتو له وجې ځینو کابل ښاریانو په زړه کې هیلې ټوکولې وې چې اوس خو مو حکومت «امنیتي» تړون لاسلیک کړ، کېدای شي سهار په ارامه خاطر له کوره ووځو. سره له دې د دغسې یوه حالت پېشبیني تر ډېره شوې وه. ډېرو غني ته تر غوږ تېره کړه چې دا تړون مو د ټکرونو، نیابتي جګړو، نښتو او لاسوهنو پر ډګر بدلوي. په یوه داسې هېواد کې چې یوازې پلازمېنه یې د ګڼ شمېر هېوادونو له پټو او ښکاره مرکزونو چې موخې هم مبهمې دي، ډک دی. داسې یوه هېواد کې همدا امنیتي تړون په خپله د جګړې د غځېدا او پراخېدا لامل نه شي کېدای؟!

یوازې پرون طالبانو د کابل ختیځ کې برتانویان او دیپلوماتیک کمربند کې امریکایان په نښه کړل. وطنوال د برتانوي او امریکايي پر وژنو نه یوازې دا چې خپه کېږي نه، بلکې خوشالېږي. دغسې چاودنو او هدفونو کې ډېر ځل د امریکايي یا بهرني تلفاتو سره مو هرکابلی وايي «خوب شد امریکاييها بود» هغوی خپل دوستان او دښمنان ښه پېژني. پرون بي بي سي سره هغه افغان ترجمانان غږېدل چې امریکایانو دلته پرېښودل او په خپله ترې ولاړل. که دې مسئلې ته عاطفي نظر وکړو، نو د یوه افغان په توګه د زړه سوي وړ دي. همدلته دا خبره یادوو، چې ولې د دې ټول هېواد برخلیک له داسې یوه زبرځواک سره غوټه کوو چې زموږ د هېڅ ارزښت او ګټې غم ورسره نه شته، بلکې زموږ له ګټو سره یې ګټې په ټکر کې دي.

اوس زموږ وطنوال حق لري چې د ګډ حکومت دواړه مشران، هغوی چې د تړون پر مهال یې د همدې بدغوني تړون پر ګټو یادولو خولو اوبه پرېښوولې، له ګرېوانونو راونیسي، چې ولې وروستیو ناامنیو ته د «امنیتي» تړون پر لاسلیک برسېره ځواب نه وايي؟! ولې ولسمشر، یا یې هغه امنیتي سلاکار چې دا «امنيتي» تړون یې لاسلیک کړ، پر خپلې ناکامۍ اعتراف نه کوي؟! تر اوسه چې تړون نافذ نه دی، د بهرنیانو ځواکونه هم نسبتا ډېر دي، امنیت دغسې دي، چې بیا ځواکونه هم محدود شي او هم خپلو اډو کې ایسار شي، بیا به څوک د امنیت تصور وکړای شي؟!

د دې ټولې بدغونې سناریو پنځوونکي او پلي کوونکي د ګډ حکومت دواړه مشران دي چې ښايي د ولس محکمې ته حاضر شي چې ولې د دوی د «امنیتي» تړون برسېره ولس سهار و ماښام د ژوند دعا غواړي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د