ادبي لیکني

دکیږدۍ ادبي بهیر اونیز راپور

محمد انورعلیمي

دکیږدۍ ادبي بهیر پرله پسې یولسمه ناسته دماسپښین په (۲) بجې دشنبې ورځ دلیندۍ دپیل یا لومړۍ ورځ ذاکر ذاکري دخدای(ج) دسپېڅلي کلام په مبارکو ایتونو پیل کړه دستیج چاري سید الله احمدی په غاړه وې دتیر اونۍ راپور محمد انور علیمي ګډونوالو ته وړاندي کړ په راپور کې شیرمحمد مهد ځینې نوښتونه په ګوته کړل او یو تر بل يې ښه وګاڼه ددې اونۍ ادبي درس (لنډکي شعرونه ) موضوع همت الله همت تیاره کړې وه چې محمد ذاکر ذاکري وړاندي کړه (له دې اوسني ډیر مصروفیت او لیږ وخت له امله ده چې په هنري اثارو کې لنډون منځ ته راغلی ) د ادبي درس پیل وو دګډون والو په وړاندي موضو نوې وه پښتنې او ځوابونه په ښه درز روان وو ویاند سیدالله په خپل ځان غږ وکړ اود (لټون) تر سرلیک لاندي ازاد شعر يې دکرکتنې لپاره له جیب څخه راویست .

ماچې خاورینې ته سترګې رڼې کړې

په یوه احساس پسې مې چیغه وکړه

زما دچیغي اللو ته مینه راغله

زما په سترګو کې لټون

په سرکي محمد انور علیمي وویل داحمدي ازاد شعر ډیر په زړه پوري ده یو چاته دکمکي توب حالت او خاپوړي وریادوي ریښتیا هم وړوکي ماشوم ټول وخت دښکلا په لټه کې وي یوشی تر بل ورته ښکلي ښکاري او( زما دچیغي اللوته مینه راغله ) هغه غږ وباله چې دماشوم په زړه کې یو نالیدلې مینه راپیداکوي دخوږې مورکۍ دمینې اللو اوري او په بیا بیا پسي ماشوم چیغي وهي شیر محمد مهد احمدي صیب دصفت په ځای دموصوف کارول ( خاورینې ته ) ډیر ښکلی بریښي چې هدف يې تر نړۍ ده او ازاد شعر په فورم يې برابر شعر وباله  غلام حسن شاکر وویل دشعر په مانا ډیر زر څوک نشي پوهیدای له ډیرځلي لوستول ورسته یو څوک ورباندي پوهیږي او (زما دچیغي اللو ته مینه راغه ) بیخي ګونګه ده مهد په همد ې ځای شعر تمام وباله او زیاته يې کړه دخوشال خبره واړه په چیغو لویږي خودلته داللو چیغي ته دمیني خطاب شوی شعر داسي پسي غزیده

ماښکلا پسې خاپوړي وکړې

په کرار پسې مې چیغي وکړې

ماد مینې په تکیه قدم په خاورو کیښود

زما په سترګو کې لټون

چې دیوان مې درحمان یا خوشال وي پرانستلی

دمینې په لټون

عليمي وویل دغزل موضو په هر بیت کې بدلون راوړي خو په ازاد شعر کې یوه موضو تر پایه ښه راړول کیږی ځکه موضوع يې یوه وي تغیر نه کوي او زیاته يې کړه چې په دې بیت ( چې دیوان مې درحمان یا خوشال وي پرانستلی ) ماشوم تر ټولوزیاته مینه له خپلي مورنۍ ژبي سره کوي مهد وویل داحمد شعر بشپر ازاد شعر ته ورته نه دي ځکه چې کله کافیه په کې کارول شوي وي او کله نه وی نور بیتونه يې داسي وو

دکرار په پیدایش

زما په سترګو کې لټون

چې مې پښه له خاورو پورته

دټیپ ټیپ غوږ ورپېچمه

زه ښکلا پیدا کومه

زه ښکلا پیدا کومه

دازاد شعر لیکوال سیدالله احمد ي وویل داشعر مې دوړکوالي حالت ته لیکلی او یاده يې کړه ( چې زما دچیغي اللو ته مینه راغله ) شاید یوه تیر وتنه وي ستاسو په مرسته کیداشي رفع شي  لمر دځمکي له ځینو برخو وزرې پورته کړې وې چې شاعرانو دزړه خبري په ګرمه مشاعره کې وکړې او دکیږدۍ ادبي بهیر یولسمه ناسته میلمه او خوږ ژبي شاعر غلام حسن شاکر و ارزوله او دراتلونکي غونډي لپاره يې کرکتنې ته دشعر دوړاندي کولو ژمنه هم وکړه دپای ددوعا لپاره محمد حنیف زهیر لاسونه داسمان طرف ته لپه کړل .

په درنښت

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x