افغانستان

د هلمند چارواکي: د ښوراب پر پوځي اډې جګړه لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په ښوراب فوځي اډه باندي د وړمي ورځي څخه پیل شوې جګړه لا دوام لري، او د چارواکو په وینا جګړه اوس د فوځي مرکز په یوه کونج کي ده.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته ویلي چې نن دریمه ورځ لا هم جګړه روانه ده، او زیاته کړې چې تر اوسه د ملي اردو پنځه سرتیري وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.

نوموړي ویلي چې په جګړه کې تر اوسه ۲۷ تنه طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان دي، خو طالبان وايي چې دوی یوازي لس تنه سرتیري هلته لیږلي، چې تر دا مهاله په سخته جګړه بوخت دی، او په وینا یې تر اوسه تر ۲۵۰ زیات عسکر وژلي دي.

د طالبانو یوه باخبره سرچینه وايي چې دوی اوس هم د خپلو سرتیرو ملګرو سره په تماس کي دي، او د هغوی له لاري د جګړې تازه حال د موبایل په واسطه تر لاسه کوي.

کله چې نن ټکی آسیا د نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې هغوی له ځانه سره څومره وسله وړې وه، چې تر اوسه جنګيږي، نوموړي ویل چې دوی اصلا له ځانه سره دومره وسله نه وه وړې، خو دوی ته د فوځي تمریناتو په وخت هغه ځایونه په نښه شوي وه له کومه ځایه چې دوی وسلې غنیمت کولای ښي، او جګړه په کولای شي.

دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې چې په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د شوراب اډې دننه د بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره جنګیږي.
دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې چې په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د شوراب اډې دننه د بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره جنګیږي.

باید وویل شي چې د طالبانو له خوا په نشر شوي ویډیو کي ښکاري چې د هغوي فوځي روزونکي ورته د باسټین فوځي مرکز نقشه جوړه کړې، او به هغه کې مختلفو ځایونو ته اشارې کوي.

نوموړي ونه ویل چې تر اوسه څو کسه بریدګر وژل شوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده، او چې څرنګه جګړه ختمه سي، دوی به ددغه جګړې وروستۍ ویډیوګاني په ټولنیزو پاڼو نشر کړي.

باید وویل شي چې وړمه شپه چې کله په ښوراب فوځي مرکز برید پيل شو، ورسره هم مهال طالبانو خپل د بریدګرو ملګرو تر مخه ثبت شوې ویډیو نشر ته وسپارل، او تیره ورځ یې د خپلو ملګرو صوتي پيغامونه او د جګړې له ډګره د هغوی تلیفوني اړیکه نشر ته وسپارل.

د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې
د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې

دغه ویډیوګاني نن ټکی آسیا په خپل وخت نشر ته سپارلي وې، دادی لاندي یې یو ځل بیا هم کتلای شئ:

http://www.youtube.com/watch?v=NiElMUvpnc4

وروستي اړیکه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x