د هیواد په شمال کې یو بهرنۍ عسکر وژل شوی دی
نن ټکی اسیا: نن د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د بهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هیواد په شمال کې یو تن بهرنۍ سرتیري د طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.
اعلامیه کې د عسکر د وژل کېدو دقیق ځای او هویت نه دی ښودل سوی.
د یادوني وړه ده چې د رواني میلادي میاشتي له پيل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د 13 عسکرو وژل کېدل منلي او اعلان کړي دي.