افغانستان

زابل: د کانکور ازموینه واخیستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): پرون د زابل ولایت په مرکز کې له نږدې پنځه سوه تنه زده کوونکو نه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د زابل د پوهنې رییس رحیم الله لودین وویل چې په ازموینه کې د اتلسو نجونو په ګډون څلور سوه پنځوسو تنه زده کوونکو ګډون کړی دی.

د دې ازموینې د چارو د ښه سمون او څارنې په موخه له کابل نه شپږ کسیز او له کندهار پوهنتون نه دوولس کسیز پلاوي هم راغلي وو.

د زابل ولایت والي دا لویه لاسته راوړنه وبلله او ويې ویل چې د زابلیانو لپاره دا په تېرو ټولو کلونو کې د کانکور په ازموینه کې د ګډون ډېره شمېره ده.

په ازموینه کې د لومړي ځل لپاره د زابل ولایت دیني دارالعلوم نه پنځلسو او د شپې لېسې څخه اته ویشت تنه زده کوونکو ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده په روانه اوونۍ کې د زابل په ګاونډي ولایت غزني کې هم له زرګونو زده کوونکو نه د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د ازموینې ګډونوالو د ازموینې له چاپیریاله خوښي څرګندوله، خو تېر کال د لوګر ولایت د زده کوونکو د کانکور د ازموینې پاڼې د درغلي په نامه د کابل پلاوي اوبوته غورځولې وي.

پر دې سربېره دکانکور په ازموینو کې ډېری ګډونوا له دې شکایت کوي چې د سوالونو د حل کیلي د پیسو په بدل کې پلورل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x