افغانستان

سیاف د هیواد وروستۍ نا امنۍ دردناکې بللي

نن ټکی آسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): پخواني جهادي رهبر او د ولسمشرۍ پخوانی نوماند، استاد سیاف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هیواد کې وروستۍ ناامنۍ ډیرې دردناکه دي او «جدي کار او پریکړو» ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي چې په دې وروستیو کې د هیواد امنیتی وضعیت ډیر خراب شوی او زیاته کړې ده چې د دې ناامنیو پر ضد باید جدي عکس العمل وښودل شي.

سیاف وايي: «زما په نظر امنیت او ثبات یوازي په قاطع تصمیم او په جدي پریکړو، امادګیو او ترتیباتو راتلای شي».

عبدرب الرسول سیاف د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال هم د «جدي» عمل خبره کوله؛ خو ټاکنو کې له ماتې وروسته بیا د پخوانۍ شمال ټلوالې له نوماند، عبدالله عبدالله سره شو.

نوموړی د دې خبرې په دوام کې ویلي چې د هغو کسانو سره باید جدي عکس العمل او قانوي برخورد وسي چې د هیواد له بهر څخه د «تروریستانو» په واردولو کې مرسته کوي.

ښاغلي سیاف په کابل کې دننه دغه په ګوته نه کړل چې په وینا یې «ترهګر» پلازمېنې ته راوړي.

سیاف زیاتوي چې دولت باید دوهم قدم کې خپله اردو او امنیتي ځواکونه تقویت کړي او خپل په سیاست کې بدلون راولي.

د یادوني وړ ده چې وړمه ورځ د کابل په قابلبای سیمه کې د برتانوی سفارت کارمندانو پر موټریز کاروان چاودنه وشوه، چې له کبله یې لږ تر لږه دوه مامورین مړه او یو ژوبل شو او په همدې ورځ د شپي مهال د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د بهرنیانو په یوه میلمستون او دفتر باندي برید وشو، چې څو ساعته یې دوام وکړ.

بل خوا په همدې ورځ د هلمند ولایت د ښوراب فوځي اډه د طالبانو تر ډله ییز برید لاندي راغلی او جګړه یې تر اوسه دوام لري، چې د طالبانو وینا په کي تر اوسه تر ۲۵۰ زیات عسکر وژل شوي، او پاته عسکر په لاندي زیرخانو ننوتلي او جګړه نه کوي.
سیاف د دولت د وسله والو مخالفینو په تړاو تل توندې او تېزې څرګندونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

دایساف مفتی صیب.تلوار وکه فتواء ورکا.

ا بن شهيدين

زه فكر كوم سياف رسول..هسي بيزايه خبري كوي …دي خبله به بي امنيتي او جنكو جور جبا ول كي خوشحاله ده ..دي هميشه له جنك نه خوند اخلي دد عزت هميش بدكي خوندي وي جي دي يي وكري مثلا به بخواني تنظيمي دوره كي دده دير كو شش دا وه جي سنكه وكولي شي تنظيمونه سره اخته كري. ما يو وخت له مزمل نه وا وريدو دجلا ابا د شار به با رمنو كي ثقافتي بركرام مركز بر هنكي جور كري وه..مزمل وويل زه قسم خورم جي بدي 7 رهبرا نو كي يو تن به صحي معني يهودي ده خو… نور لوستل »

Ghafoor

ظالم سياف د ايساف غلام چی دوطن ړنګونه يې دپرديو پر ګټو ۱۴ کاله راپدی خوا غوره بللې ده

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x