فراه: چاودني د سیمه ایزي شوری دوه تنه غړي ووژل
نن ټکی آسیا: د فراه ولایت د بلابولک په ولسوالۍ کې نن سهار د لسو بجو په شا او خوا کې د یوې چاودني له امله د سیمه ایزي شوری دوه تنه غړي او یو بل عام وګړی ووژل شو.
دغه پيښه چې د نومړي ولسوالۍ په (کنسک) سیمه کې را منځته سوې، چاودېدونکي مواد په یوه بوجۍ کې ځای پر ځای شوي وه.