fbpx
د ښوراب فوځي مرکز ته د ننوتلو سرتیرو خپور شوی انځور

شوراب فدايي بريد…ايمان افروزه معرکه!

لیکوال: لطف الله خیرخوا

کالم: نکات

دا دی تر دې ليکنې يعنې د بريد له پيله څلویښت ساعته وروسته هم فدايان په شوراب پوځي اډه کې له بهرنيو او داخلي کفارو سره مخامخ ښکېل دي…ايمان او کفر سره د اسبابو په لحاظ په ډېره نا انډوله توګه مخامخ دي…ماده او معنا خپل زور ښيي…همدا ځای د درس وعبرت دی او همدا د ايمانياتو عمق ته د رسېدو شېبې دي…

هغه خلک چې له غيبياتو انکار کوي او هر څه په ظاهره ليدل غواړي، دا جګړه څه ډول تعبيرولی شي؟ څلویښت ساعته لس تنه په لږه او ساده وسله سمبال له زرهاو عسکرو سره چې په نوې ټېکنالوژۍ او نوي تدريب سمبال دي، مورچې او خزې يې په خپلو لاسونو او ځانګړي جګړه ييز هنر جوړې کړي، څنګه جګړه کولی شي؟ دې لسو تنو څومره سلاح او مرمۍ له ځانه سره اخيستي چې دومره اوږده جګړه کوي؟ دې لسو تنو څومره زغرې اچولي چې نه يې خفيفه، نه يې ثقيله او نه يې هم هوايي ځواک خَپ کولی شي؟

دا لس تنه څنګه په سلهاو کفار وژلی شي، په سلهاو شوبلې او ډېر شمېر چورلکې تخريبولی شي؟ څنګه دومره مورچې او خزې ورنړولی شي؟ او هغه زرګونه تمرين شوي عسکر څنګه دا لس تنه ان عقب نشينۍ ته نه شي مجبورولی؟ د بدر پېښه مو سترګو ته نه ودريږي؟ د شوراب د فدايانو ايمان د بدريانو د ايمان ايينه دار نه دربريښي؟ نه مو دې لوستي چې د بدر په ورځ د مشرکينو سرونه تويېدل خو وهونکي نه معلومېدل؟ نه مو دې اورېدلي چې د بدر په ورځ د تورو خرپا وه خو تورې نه ليدل کېدلې؟

منکره! اخر دا څنګه زړه دی، چې حرکت نه کوي؟ دا څنګه عقل دی، چې ځای ته نه راځي؟ دا څنګه پوهه ده چې خپل ځای نه نيسي؟

د الله جل جلاله دغه وينا درته د بدر د ورځې د هغه بې صورته خرپنده تورو مترنمه شرنګا نه تر غوږه کوي؟ {إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ} الله جل جلاله خپلو ملايکو ته امر کوي، زه درسره يم، مؤمنان ثابت قدمي کړئ، د کفارو زړونو کې به رعب واچوم، نو دا څټونه او دا بند بند يې ووهئ!

فکر نه کوئ چې شوراب فدايانو سره همدا امر بيا تکرار شوی؟ دښمن وايي نور طالبان جګړې ته راغلي، څنګه درغلل؟ دومره طويل وعريض ډاګ يې څنګه ګز وګام کړ؟ جهادي لوري لا د نورو مجاهدينو د استولو خبره نه ده کړې، نو دا څوک دي چې جګړه کوي؟ دا چې دننه عسکر وايي نور طالبان جګړې ته راغلي، فکر نه کوئ له کومه شول؟

هو…د الله جل جلاله نصرت د هغه خاصو بندګانو سره وي…دې فدايانو اعلان وکړ، چې کفر د اسلام خاوره د يوه بوسه سند د لاسليک په پايله کې پايمالوي، خو موږ د اسلام خاوره د اسلام ګڼو او اسلام ته به پاتې کيږي. دلته به اسلامي شريعت حاکميږي. دلته به د «لا اله الله» تصور حاکم وي. دلته به هغه بيرغ تر ټولو هسک او رپاند وي، چې همدا کلِمه پرې ليکل شوي وي!

دا نظرياتي عهد و…ټينګه اراده وه…نه ماتېدونکی عزم و…هزل وهونکی جديت و…او تر هر څه لوړ د وفا ثبوت و.. د سرونو نذرانه…د هډونو تحفه…او د خواږه بدن د غوښو پاشان…

دا ضعيف انسان د وفا پر لار دومره تلی شي، نو الله جل جلاله يې نصرت نه شي کولی؟ دا انسان له هغه الله جل جلاله ډېر وفادار دی؟ چې د ځان په اړه وايي : {وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ} د الله جل جلاله وعده ده او الله وعده خلافي نه کوي. الله جل جلاله وعده کوي : {وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ} الله د هغه چا نصرت کوي، چې د الله ننګه کوي، يقينا الله قوي او غالب دی.

د اوسني جهاد په تاريخ کې شوراب جګړه د الهي نصرت عظيمترين مثال دی…د معنوياتو د سوبې ښکاره او بې بېلګې دليل دی…د رښتينولۍ او متانت انتها ده…

دغه خلک چې له جهاده منکر دي، اوس هم نه پوهيږي؟ هغه خلک چې له الله منکر دي او منکريږي، اوس هم نه پوهيږي؟

د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې

د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې

د جنت پيلوټان

جعفر رضي الله په «مؤتة» غزا کې له زيد بن حارثه رضي الله عنه نه وروسته د معرکې قومندان شو. توغ يې لاس کې نيولی و، دښمن ترې لاس وواهه. بيرغ يې په بل لاس ونيو، دا بل لاس يې هم ترې وواهه، اخر يې بيرغ د دواړو مټو تر منځ ونيو، چې يو نېزه يې په زړه ولګېدله او شهيد راپرېووت.

وايي په دغه ورځ يې پنځوس ګوزاره خوړلي وو، يو يې هم په شا نه و خوړلی. کله چې جعفر رضي الله عنه معرکه کې شهيد شو. رسول عليه السلام مدينه کې د هغه د شهادت خبر خپور کړ، خفه شو او جعفر رضي الله عنه ته يې د «طيار» لقب ورکړ.

رسول عليه السلام يې په اړه فرمايي : جعفر ته به الله جل جلاله په جنت کې وزرې ورکړي او چې چرته يې خوښه وي، هلته به ګرځي. رسول عليه السلام به د جعفر رضي الله عنه زوی ته « يا ابن ذي الجناحين» خطاب کاوه.

تاسې ته معلومه ده،چې «طيار» په اوسنۍ عربۍ کې پيلوټ ته وايي، يعنې په اوسنۍ اصطلاح جعفر رضي الله عنه به د جنت پيلوټ وي. اوس درځئ تخمين کړو، چې جعفر رضي الله عنه د الله جل جلاله لپاره د دوو وزرکو په بايللو د جنت پيلوټ دی، نو دغه زلمي، چې د الله لپاره، د الله د دين او د ضعيفو مسلمانانو په ننګه، د اسلامي خاورې د ازادۍ په پار، د کفر د ماتونې او له کفره د انتقام اخيستلو په موخه غوښې او هډونه پاش پاش غورځوي، د کوم انعام لايق دي؟

په ايمان يې ووايئ لږ تر لږه د جنت پيلوټان نه دي؟ ان شاءالله

ددې لیکنې دري ژباړه دلته لوستلای شئ.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر شجاعت
میلمه
عمر شجاعت

خیر خوا صیب ددې وړ یاست چې سړي مو لاسونه ښکل کړي وای او ستاسو دا قلم چې لیکل مو په کړي په موزیم کې ځای پر ځای کړي وای

مطیع الله
میلمه
مطیع الله

دا دیر بد ده چی ده حاله خبر نیاست او ده خپل ژان نه تبصری خپروی تاسو راشی چه شوراب که اوگوری چه سه حالت روان دی

صفي الله
میلمه
صفي الله

ماشاء الله، الله دې وکړي چې د شوراب جګړه هم د ظالم او فاسق دښمن پر مخ کلکه څپېړه ثابته شي او الله دې د دغو استشهاديانو مجاهدينو اعمال هم په خپل دربار کې قبول کړي، موږ ليکنې ډېرې لولو، خو د ګوتو په شمېر ليکوالو ته مو له زړه دعا وځي او د هغوی په سر کې د دې ليکنې ليکوال دی، الله دې يې تل سرلوړی لري، او الله دې يې په خپل امان کې وساتي.
په ليکنو يې زموږ زړونه يخيږي

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

خیرخواصیب،أالله ج-دی په قلم،زبه،زړه،علم،عقیده،أومؤمنواحساساتوکی نورهم برکت واچوه باوروکړه په زړه غونی لهجه می ولوستل ډیریی احساساتی أومتأثرکړم،ددی پیړی دبدریینودی أالله ج-داښکلی أونازکی ځوانی قبولی کړی،اسلامی امارت،أوددی خپلوانوته دی أالله ج-نعم البدل ورکړی،نحسبهم کذالک والله حسیبه