کراچي کي د سعودي د قونصلګري یو تن کارکونکي ووژل شو
نن ټکی آسیا: نن سهار د پاکستان په کراچي ښار کي د سعودي د قونصلګري یو تن کارکونکي په ډزو سره ووژل شو.
دغه کارونکی چي د سعودي تابعیت لري، د کراچي د کلفټن په سیمه کي خپل د کور څخه د دفتر پر لور په موټر کی روان وو.
عیني شاهدان وايي چي پر موټرسایکل سپاره دوه کسان چي مخونه يي پټ وه، د قونصلګری موټر چي رسمي نمبر پلیټ يي هم درلود،
د اسلحې په زور ودروی، او بیايي په دغه کارکونکي ډزي وکړي، او په تیښته بریالي شول.
د وژل شوي کس په اړه ویل کيږي چي د قونصلګری یو ټیټ رتبه کارونکی وو.
د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو وروسته دا دوهم ځل دی چي په کراچي کي د سعودي قونصلګري په نښه کيږي، ددې تر مخه نامعلومو کسانو د سعودي قونصلګری ته دوه لاسي بمونه ور غورځولي وه.