افغانستان

کورنیو چارو وزارت: «تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸ تنه طالبان وژل شوي»

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۳۸ طالبان وژلي دي.

د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندهار، لوګر ، غزني او هلمند

ولایتونو په اړوندو سیمو کې یې ترسره کړل، ۳۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول.»

کورنیو چارو وزارت دغه ادعا په داسې حال کې کوي چې له ۲ ورځو راهیسې د هلمند ولایت د شوراب پر سترې هوايي پوځي اډې د طالبانو ډله ییز برید لا هم روان دی.

یاد وزارت د دغه برید په اړه هيڅ نه دي ویلي.

ژورنالیستان هم وايي چې د کورنیو او دفاع وزارت د دوی تلیفونونو ته ځواب نه ورکوي او د هلمند د جګړې په اړه ورسره وروستي بدلونونه نه شریکوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې همدا راز یو شمېر وسلې، مهمات او ۳۱ کړۍ ماینونه نیولي او ۱۶ نور یې کشف او خنثا کړي دي.

کورنیو چارو وزارت په دغو عملیاتو کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې پرون د لیندۍ پر ۷مه ملي امنیت ریاست ادعا وکړه چې د طالبانو ۹۷ سلنه بریدونه له وخته مخکې شنډوي او یوازې ۳ سلنه یې په افغانستان کې عملي کیږي. د ملي امنیت ریاست په وینا اوسنۍ حملې یوازې د طالبانو ۳سلنه حملې دي چې عملي کېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او نورو سترو ښارونو کې په بریدونو کې بې ساری زیاتوالی راوستی.

په کابل کې د لیندۍ په ۶مه د برتانیې د سفارت پر موټر سرتیری برید وشو چې له کبله یې د سفارت ۲ کارکوونکو په شمول ۵ تنه ووژل شول او همدې ورځې په پای کې د IRD پر امریکايي موسسې ډله ییز برید وشو چې ۵ ساعته یې دوام درلود.

د دغه برید سره هممهاله د هلمند ولایت په شوراب پوځي اډې د طالبانو ۱۰ تنو بریدګرو برید وکړ چې د ۴۱ ساعتونو په تېریدو سره لا هم روان دی.

طالبان وايي چې په برید کې يې په سلګونه کورني او بهرني عسکر وژلي او لسګونه عرادې موټر، ټانګونه او الوتکې یې له منځه وړي دي.

د هلمند ولایت چارواکي هم مني چې ټوله شپه د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اډې دننه نښته روانه وه او تر دې دمه روانه ده.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په برید کې ۵ تنه د اردو سرتیري او ۲۶ تنه بریدګر وژل شوي.

خو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا دا ردوي او وايي چې ټولټال ۱۰ بریدګر د اډې دننه جنګیږي.

کورنیو او دفاع وزارتونو تر دې دمه د شوراب د برید په اړه هيڅ څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x