افغانستان

د کندهار په پنجوايي کي د کاناډایانو چورلکه غورځیدلې

crashed_halicapterنن ټکی آسیا: په کابل کی د بهرني ځواکونو رسنیز مرکز نن اعلان وکړی چي ددوی یوه چورلکه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کي را ولویده، چي له امله يي ۴ سرتیر ټپیان شوه، او چورلکه په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

ایساف ویلي چي وسله وال مخالفین په دې پيښه کي هیڅ لاس نه لری، او د پيښي په اړه يي تحقیقات روان کړي دي.

بل خوا د کاناډا دفاع وزارت ویلي چي چورلکه د پنجوايي ولسوالۍ په لیري پرته سیمه کي د کښيناستو پر مهال را غورځيدلی، چي په کښي څلور کاناډايي عسکر ژوبل شوه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلی چي چورلکه ددوی د مجاهدینو په ډزو را لویدلې، نومړي ویلي چي په پيښه کي بهرنیانو ته مرګ ژوبله هم رسیدلې، خو په اړه يی دقیق معلومات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x