ټکنالوژي

اپل کمپنۍ په اي پډ (iPad) کې هم له ماتې سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): اپل کمپنۍ مشر ټېم کوک تیره ورځ وویل چې د دغې کمپنۍ اي پډ کاروونکي ۱۴٪ کمه شوې چې دغه شمیر مخ په زیاتیدو دی.

اپل کمپنۍ له ۲۰۱۰ز کال څخه وروسته اي پډ (iPad) جوړولو ته وده ورکړه چې خلکو ډیر زیات خوښ کړ او ډیره زیاته گټه يي وکړه خو اوس د ټیبلېټ په نړۍ کې هم رقابت سخت شوی او نور ډير کمپنۍ هم په دغه برخه کې فعالیت کوي.

څه موده مخکې نوکیا کمپنۍ خپل نوی ټیبلېټ معرفي کړ کوم چې ټیټه بیه او غوره ځانگړتیاوې لري او د اپل کمپنۍ ډیر کاروونکي په جذبولو بریالۍ شوی.

په بازار کې د سخت مقاومت له امله د اپل کمپنۍ خرڅلاو تر ډیره بریده کمه شوې. د ټکنالوژي څارونکې ادارې ویلي چې د اپل کمپنۍ د تولیداتو خرڅلاو به نژدې راتلونکي کې تر ۱۲.۵٪ به کمه شي.

اپل کمپنۍ د ۲۰۱۴ز کال په پیل کې د ۶۴.۵ میلیون ډالر په ارزښت اي پډ (iPad) خرڅ کړی و کوم چې په نړۍ کې د ټولو خرڅ شوو ټیبلیټونو ۲۷.۵٪ وه.

اوس کاروونکی اپل اپریټنګ سیسټم پر ځای د انډرایډ او وینډوز اپریټنګ سیسټم خوښوي چې دا هم یو له هغه لاملونو څخه ده چې اپل کمپنۍ يي د اي پډ (iPad) په برخه کې له ماتې سره مخ کړی.

اوسمهال نور کمپنۍ هم اپل کمپنۍ ته ورته ټکنالوژي او خدمتونه کاروونکو ته وړاندې کوي او کوښښ کوي چې کاروونکو ته غوره خدمتونه او ټکنالوژي په ټیټه بیه وړاندې کوي په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ د خدمتونو او ټکنالوژي بیه د یو عام کاروونکی له وسه وتلی ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x