افغانستان

هلمند: ترافیکي پيښه کي ۳ مړه او ۵ نور ټپیان شوه

big_trukنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د ګریشک په ولسوالۍ کي د اکمالاتي کاروان یو بار وړونکي موټر یو موټرسایکل او یو تراکتور موټر  سره وجنګیدی، چي له کبله يي ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول.

پيښه چي د ګریشک ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندانۍ مخي ته د کندهار – هرات پر لویه لار نن سهار رامنځته شوې، وژل شوي کسان موټرسایکل والا، او تراکتور والا ښودل شوي دي،

او د باروړونکي موټر چلوونکی د څلورو تنو په ګډون ټپي شوی دی.

په دې اخیرو کې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کي ترافیکي پيښي زیاتي شوي دي، چي یوازي پرون د بلخ او بغلان په ولایتونو کي ۲۵ تنه چي اکثره يې ماشومان او ښځي وې، په ورته پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x