افغانستان

اتمر: له امنيتي تړونونو د امنيت او سوکالۍ تمه بې ځايه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي، چې امريکا او ناټو سره د شويو امنيتي تړونونو څخه د امنيت او سوکالۍ تمه بې ځايه ده او بهرني عسکر يوازې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې مرسته کولای شي او بس.

حنيف اتمر دا څرګندونې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا ناټو او امريکا سره د امنيتي تړونونو له تصويبولو وروسته کابل کې وکړې.

اوس مهال افغانستان کې نژدې څلويښت زره بهرني عسکر پراته دي، چې ۳۴ زره يې امريکايان دي او پاتې نور يې د ناټو هېوادونو عسکر دي، چې د روان کال تر پايه به دغه شمېر ۱۲ زرو ته راټيټ شي.

د اشرف غني او واشنګټن تر منځ د شوي تړون له مخې به ۹۸۰۰ امريکايي او ۲۲۰۰ ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې وي، مګر وړمه ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو ځل بيا اعلان وکړ، چې ۲۰۱۵ کال وروسته به هم افغانستان کې جګړه ييز ماموريت پر مخ بيايي او زرګونو نور عسکر به افغانستان ته راوليږي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې امريکا د ګډ حکومت له مشرانو سره په شوي تړون کې ژمنه کړې وه، چې شاوخوا دولس زره بهرني عسکر به افغانستان کې پاتې کيږي او د نورو عسکرو رالېږل د امريکا د هغه پټ پلان برخه ده، چې د افغانستان او سيمې په اړه يې لري.

امريکايي او ناټو عسکر به د هېواد مهمو ستراتيژيکو سيمو کې خپل مرکزونه او اډې فعالې وساتي.
دغه مرکزونه به بګرام، کابل، جلال اباد، کندهار، مزارشريف،کندهار او هرات کې خپل فعاليتونو ترسره کوي.
د پام وړ ځای دا دی، چې امريکا خپل دغه اووه مرکزونه په داسې ستراتيژيکو سيمو کې غوره کړي، چې د ګڼو کورنيو او سيمه ييزو موخو لپاره يې کارولای شي.

د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي:« د مثال په ډول ننګرهار او کندهار ولايتونو کې چې امريکايان خپلې قرارګاوې جوړوي، نو تر څنګ يې پاکستان پروت دی. هرات او شينډډ هوايي ډګر ايران سره نژدې دی او مزار شريف تاجکستان سره سرحد لري.

له دې معلوميږي، چې امريکايان يوازې افغانستان کې خپلې ګټې نه لټوي، بلکې د سيمې هېوادونو کې د ګټو او استخباراتي څار هڅې کوي. »
د سياسي او ستراتيژيکو چارو څارونکي په دې اند دي، چې د روسيې، چين، ايران او پاکستان په ګډون د سيمې هېوادونه د امريکايي عسکرو د جاسوسي فعاليتونو پر وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کيدای او دغه هېوادونه به هم د امريکايي عسکرو پر وړاندې خپل حساسيتونو ښيي او افغانستان به د همدې امنيتي تړونونو له امله د اوږدې مودې لپاره د جګړې ډګر وي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي ویل، چې بهرنيان د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې پاتې کيږي او بايد د افغانستان شرطونه هم ومني او که د افغانستان شرطونه ونه منل شي، نو دا تړون به د افغانستان د بربادۍ تړون وي، مګر د ګډ حکومت نوي مشر اشرف غني د لوړې پر سبا امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او د اشرف غني په ګډوڼ حکومتي چارواکو او د تړون پلويانو امريکا او ناټو سره امنيتي تړون د افغانستان په خير باله، مګر د اشرف غني امنيتي سلاکار حنيف اتمر لومړی چارواکی دی، چې وايي، له امنيتي تړون څخه د امنيت او سوکالۍ تمه بې ځايه ده او دغه تړون يوازې د بهرنيو عسکرو د قانوني حضور او افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په موخه شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x