دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې چې په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د شوراب اډې دننه د بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره جنګیږي.

نیویارک ټایمز: افغانستان جګړې اوس «موسم» نه پيژني

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼه وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په ژمي کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او اوس په افغانستان کې جګړه «موسم» نه پيژني.

ورځپاڼه زیاتوي چې د جمعې په ورځ د طالبانو په ۳ بېلابېلو بریدونو کې ۸ تنه عسکر ووژل شول.

په ګرمیو کې نسبتا د طالبانو ناڅاپي بریدونه ورځ تر بلې زیاتیږي او په نومبر میاشت کې بېرته دغه بریدونه کمیږي خو سږ کال بریدونه لا هغسې دوام لري څنګه چې په اوړي کې روان وه.

د جمعې د ورځې بریدونه په داسې حال کې کیږي چې یوه ورځ وړاندې کابل د سختو بریدونو شاهد و. په قابلبای سیمه کې د برتانيې سفارت پر موټر چاودنه وشوه چې له کبله یې د برتانیې د سفارت ۲ کارکوونکي ووژل شول. همدا راز ماښام مهال طالبانو د بهرنیانو په یوه مېلمستون او IRD چیرې چې ډيری شمېر بهرنیان راټولیږي، برید وکړ، برید ۵ ساعته دوام درلود.

نیویار ټایمز لیکلي چې د کابل بریدونو سره همهاله طالبانو د جمعې په شپه د شپې ۸ بجې د هلمند ولایت پر سترې پوځي اډې باسټن برید وکړ چې هم سمبولیک او هم خونړی و.

باسټن د برتانوي ځواکونو پوځي قرارګاه وه چې څه موده وړاندې یې خالي کړه، خو وروسته امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو سره یوځای په دغه سترې اډې کې مېشت شول.

د باسټن پر پوځي اډې د پنجشنبې د ورځې برید /نن شنبه، د لیندۍ پر ۸مه/ درېیمې ورځې ته غځېدلی.british_embassy_whicle

نیویارک ټایمز د هلمند ولایت د ۲۱۵ قول اردو ویاند محمد رسول ځاځي له قوله لیکلي چې برید ډیر پېچلې و، ۱۶ تنه بریدګرو په کې برخه اخېستې وه، ځینو یې د بهرنیو ځواکونو یونیفارم په تن کړی و. یو شمېر بریدګر توانیدلي چې د پوځي اډې دننه ننوځي.

ځاځي پرون د جمعې په ورځ نیویارک ټایمز ته ویلي چې افغان ځواکونو د ۴ عسکرو په قربانۍ سره برید پر شا تمبولی دی. نوموړي زیاته کړې چې په برید کې ۵ بریدګر وژل شوي دي. په عین حال کې عمر ځواک د جمعې په ورځ ویلي چې امنیتي ځواکونو د بریدګرو څخه د سیمې پاکولو په نیت عملیات پیل کړي.

د عمر ځواک د څرګندونو څخه یوه ورځ تیریږي خو تر دې مهاله ۱۰ تنه طالب بریدګر د اډې دننه مقاومت کوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د ځاځي (قول اردو ویاند) او د ۲۱۵ قول اردو مرستیال قومندان ډګرجنرال حاجي محمود څرګندونو تر منځ تفاوت و. نوموړي (حاجي محمود) د جمعې په شپه نیویارک ټایمز ته ویلي چې وسله وال یې کمزوري او له منځه وړي دي.

د ډګر جنرال حاجي محمود د څرګندونو څخه وروسته ۴۰ ساعته تېر شوي خو لا هم د طالبانو برید روان دی.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې همدا راز د جمعې په ورځ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې طالبانو د نظم عامه پولیسو پر یوې قرارګاه سرتیری برید وکړ چې په ترڅ کې ۴ افسران ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

نیویارک ټایمز لیکي چې تر دې مهاله د طالبانو په برید کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی او له همدې کبله په روان کال کې ۶۰۰۰ امنیتي عسکر وژل شوي چې د تېرو کلونو په پرتله ډير زیات دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د