افغانستان

په افغانستان کي د نن ورځي مهمي پيښي او امنیتي خبرونه 15-5-2011

kandahar_policeد هلمند په نوزاد ولسوالۍ کی د ماینونو د چاودلو له کبله د ایساف درې عرادې موټر زیامن شوله،  د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي بهرنیانو  ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د ایساف مطبوعاتي دفتر د نومړي دا ادعا ناسمه بللی، او ویلي چي ددوی موټرو ته لږ زیان ورسید، خو د مرګ ژوبلي په اړه يي معلومات ورنکړه.

نن په یوه بل خبر کي ایساف منلي وه چي د افغانستان په جنوبي سیمه کې د چاودني په ترڅ کې ددوی  یو سرتیری وژل شوی.

په یوه بل خبر کي د کندز ولایت د دشت ارچي د ولسوالۍ امنیه قوماندان حامد اغا ویلی چي د طالبانو سره په جګړه کي د ملي اردو یو تن قوماندان ووژل شو.

د طالبانو ویاند په دغه اړه ویلي چي وژل شوی کس چي عبد اللطیف نومیده، د دشت ارچي ولسوالۍ د نظامي کنډک مشر قوماندان وو، چي د خپلو ۵ تنو نورو ملګرو سره ووژل شو.

د جوزجان ولایت څخه خبر ورکړه شوی دی چي د خمیاب ولسوالۍ په مرکز کي د ښووني او روزني مدیر ملا تیرجان تیره ورځ د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

دغه ولسوالۍ چي د ترکمنستان سره پر پوله پرته ده، په اړه يي ویل کيږي، چي د طالبانو یا نورو وسله والو مخالفینو څرک نه پکښي لیدل کيږي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان عبد العزیز غیرت ویلي چي د پيښي په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي او ډیر ژر به قاتلین ونیسي.

په یوه بل خبر کي د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چي تیره ورځ په نیمروز او فاریاب کي د ملي اردو یو تن عسکر مړ او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په بل خبر کي طالبانو منلي چي ددوی ۷ تنه سرتیري د بلخ او لوګر په ولایت کي له منځه تللي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چي اوله پيښه تیره شپه د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کي را منځته شوه، کله چي د ګډو قواوو سره د طالبانو یو سخته جګړه ونښته.

ځايی چارواکو ویلی چي ۵ تنه یې نور ژوندي هم نیولي، خو مجاهد ویلي چي کیدای شي د سیمي عام وګړي یی د ځان سره بیولي وي.

طالب ویاند همداسي ویلی چي د لوګر ولایت مرکز پول علم کي تیره شپه طالبانو د پولیسو پر یوې پوستي برید وکړ، چي په ترڅ کې ۴ پولیس مړه او ۵ نور ټپيان شوه، او داچي په برید کې ۲ طالبان هم له منځه ولاړه.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي چي په برید کي ۴ پولیس ټپیان شوه، ۲ تنه مخالفین مړه، دوه ټپیان او دوه نور د د موټر سایکلونو سره ژوندي ونیول شوه.

د کنړ والي سید فضل الله وحیدي ویلي چي نن غرمه مهال د بهرنیانو او طالبانو تر منځ د غازي اباد ولسوالۍ د یارګام په سیمه کي نښته وموښتله، چي په ترڅ کې د بهرني ځواکونو په ډزو یوه کوچنۍ انجلۍ مړه او ۳ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د ایساف رسنیز مرکز هم دغه پيښه منلې او ویلی چي دوی هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي راپورونه په لاس کي لري، خو په اړه یې دقیق معلومات نه لری.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x