سریلانکايي توپ اچونکو خپل وړتیا ثابته کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن د سریلانکا او انگلینډ لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه وه. دغه لوبه سریلانکا په ۸ ویکټو وگټله.

نننۍ لوبې پچه انگلینډ لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. انگلینډي توپ وهونکي د سریلانکايي توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای. انگلینډ لوبډله ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لوبډلې لپاره بوپارا ۵۱ او رووټ ۴۱ منډې جوړې کړې.

سریلانکايي توپ اچونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ښه وځلیدل. دغه لوبه کې د منډس ۳، پراساد ۲ او دلشان دوه ویکټې د یادولو وړ دي.

سریلانکا لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۴.۲ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه او سیالې لوبډلې ته يي په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

سریلانکا لپاره سنگکارا ۶۷ او جیوردنې ۷۷ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د