افغانستان

د کارته۳ برید مسئولیت طالبانو ومانه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): د کابل کارته۳ (جمال مېنه) کې همدا ګړۍ وسله وال د بهرنیو یوې مېلمستیا ته ننوتي او د امنیتي ځواکونو او وسله ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
له سیمې څخه راپورونه وايي چې جګړه روانه ده او دوه لوري یو پر بل مسلسلې ډزې کوي.

طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد شېبه وړاندې رسنیو ته په خپلې استولې خبرپاڼه کې د یادې حملې مسئولیت منلی او بریدګر وسله وال یې طالبان بللي دي.

مجاهد چې دغه مېلمستون«عیسوي او جاسوسي مرکز» ګڼي لیکي: « نن مازدیګر ۴ بجې د کابل ښار په کارته سه سیمه کې د بهرنيو یرغلګرو اړوند د عيسوي دعوتګرو په اداره چې په  عين وخت کې ترې جاسوسي استفاده هم کیدله د ګڼو فدايانو لخوا بریدونه پيل شول.»

مجاهد زیاتوي چې دغه مرکز د دوی د مسئولینو له خوا څارل شوی و: « ياد عيسوي مرکز د مجاهدینو لخوا خورا دقيق څارل شوی وو، او له برید وړاندې ورڅخه کافي معلومات نظامي مسئولینوته رسیدلي وو».

ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په یاد مرکز کې استخباراتي کارمندان هم دمګړۍ شته. مجاهد وايي چې د مرکز دروازه یې الوځولې ده: « د لومړنۍ راپور په اساس د درانه انفجار په رامنځته کیدو سره د دغې ادارې امنيتي کمربند مات شو، ساتونکوته يې درنه مرګ ژوبله واوښته، وروسته په سپکو او درنو وسلو سمبال فدايي مجاهدين دننه شول او هلته يې په ميشت دښمن باندې مرګوني ګوزارونه پيل کړي دي.»

پلازمېنه کابل د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته نژدې هره ورځ د انفجارونو او سرتېرو بریدونو نښه ګرځېدلی. وړمه شپه وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د IRD امریکايي موسسه او په هلمند کې باسټن کمپ له مرګونو حملو نښه وو.

ملي امنیت په وروستي راپور کې ویلي و چې د طالبانو یوازې ۳سلنه بریدونه هدف ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x