نړۍ

مصري محکمې پخوانی ولسمشر حسني مبارک بري الذمه اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د مصر محکمې نن /لیندۍ۸مه نومبر ۲۹مه/ د پخواني مصري ولسمشر حسني مبارک پر ضد ټول تورونو بې بنسټه بللي او له ټولو تورونو څخه برات ورکړی.

په حسني مبارک تورونه پورې وو چې نوموړي له واکه په غلطه استفادې په ملیونو ډالره فساد کړی و او کله چې د ده د حکومت پر ضد لاریونونه پیل شول، نوموړي پولیس او پوځ ته امر کړی وو چې په لاریون کونکو ډزې وکړي چې له کبله یې یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي وو او دی په کې تورن بلل شوی وو.

د حسني مبارک محکمې ته د سلیزي محکمې نوم ورکړل شوی و، هغه کس چې څلویښت کاله یې په مصر پاچاهي کړي وه، د سولهییز ولسي پاڅون په زور تر پنجرو شاته د قاضي په وړاندي کيښنول شوی وو او ویل کیږي که په هغه باندي ټول تورونه ثابت شوي وای، کیدای شي د اعدام سزا ورته اورول شوې وای، خو د دې برعکس نن هغه بري الذمه اعلان شو.

د پخواني منتخب ولسمشر، محمد مرسي په وخت کې پر حسني مبارک باندې د عمر بند حکم صادر شوی وو، خو د دې پریکړي پر خلاف د نوموړي د وکیلانو له لوري یو ځل بیا طعن شوی وو او د هغه محکمه یو ځل بیا پيل شوې وه.

وروستۍ پریکړه کې محکمې اعلان کړی چې دا نهايي حکم دی او په دې کې د نوموړي دوه زامن علا او جمال هم شامل دي او همداسي د حسني مبارک د وخت کورنیو چارو وزیر حسن عادلي په چا چې تور لګول شوی وو چې د ولسي وګړو په منځ کې چاودنه کړې وه، هم بري الذمه اعلان شوی دی.

مصري کارپوهان وايي چې د دغه هیواد رسنۍ او قضا دواړه د پوځ په لاس کې دي او چې هغوی څرنګه فیصله وغواړي پر محکمې یې کوي.

حسني مبارک په داسي وخت کې له هر توره بري الذمه اعلانیږي چې د مصر منتخب پخوانی ولسمشر محمد مرسي په زندان کې اچول شوی، د اخوان المسلمین ګوند ترهګر ګوند اعلان شوی او ټول مشران یې «ترهګر» بلل شوي، په زندانونو کې اچول شوي او په اکثرو یې د اعدام حکم هم شوی دی.

مصر کې اوسمهال نظامیان واکمن دي چې پر ازادو ګوندونو او رسنیو ټینګ بندیزونه لګېدلي.

امریکا د مصر اوسنی کودتايي رژیم «کودتايي» نه ګڼي او د «مشروع» حکومت په سترګه ورګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x