ټکنالوژي

مایکروسافټ وینډوز ۱۰ به ډیر ژر بازار ته وړاندې شي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ غواړي خپل نوی تولید شوی وینډوز راتلونکی زیږیدیز کال د جنوري په میاشت بازار ته وړاندې کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ د روان زیږیدیز کال په نیمايي کې د دغه وینډوز جوړیدو زیرۍ ورکړ. وینډوز ۱۰ به د مایکروسافټ وینډوز۷ او ۸ دواړو ځانگړتیاو لرلرو سربیره نورې ډیرې ځانگړتیاوې هم ولري.

دغه وینډوز موده مخکې د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې شوی و. که څه هم وړاندې شوې نسخه مکمله نه وه خو بیا هم د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شو.

له دې مخکې د مایکروسافټ کمپنۍ په واسطه جوړ شوی وینډو ۸ او ۸.۱ د سټارټ مینیو نه شتون له امله له سختې ماتې سره مخ شوی و. له همدې امله وینډوز ۱۰ کې سټارټ مینیو اپشن بیرته زیاته شوې او کاروونکي کولی شي ترې گټه پورته کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې دغه کمپنۍ به نژدې راتلونکي کې یوه غونډه جوړه کړې چې په ترڅ کې به کاروونکو ته د دغه نوی وینډوز په اړه معلومات ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x