افغانستان

د افغانستان په شمال کي زلزله شوې

zalzalaنن ټکی آسیا: تیره شپه د افغانستان په شمال د هندوکش په غرونو کي په ۵،۹ قوت سره زلزله شوې.

تر اوسه ددې زلزلې له وجي د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

په امریکا کي د جیوفیزیاء څیړونکي ادارې په یوه خبر پاڼه کی ویلي چي د شپې پر ۱ نیمه بجو شااو خوا دغه زلزله د بدخشان مرکز

فیض اباد د ښار څخه جنوب او جنوب شرق لور ته په ۷۵ کیلو متری کي شوې.

دغي ادارې ویلي چي د زلزلې مرکز په مځکه کي دننه په ۲۰۷ کیلومتری کي وو.

د یادوني وړ ده چي په کال ۲۰۰۵ کي د پاکستان به شمال غرب او کشمیر کي زلزله شوې وه، او قوت يي ۷،۶ ښودل شوی وو، چي له امله يې شا او خوا ۷۴ زره خلګ وژل شوي وه، او تر درې نیم ملیون یې زیات نور بې کوره کړي وه.

پاکستاني خبري رسینو هم خبر ورکړی چي د پاکستان په مختلفو شمالي ښارونو کي لکه پيښور، لاهور مظفر اباد کي ددغې زلزلې تکانونه محسوس سوي، چي له امله يي خلګ له کورونو څخه راوتلو ته اړ کړي، په پاکستان کي هم د کومي مرګ ژوبلي خبرونه تر اوسه نه دي خپاره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x