کابل: د بهرنیانو پر مېلمستون د طالبانو ډله ییز برید – انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): نن شنبه /لیندۍ ۸مه/ د کابل ښار په کارته سه سیمه کې طالبانو د بهرنیانو پر یوې موسسې «تعلیمي او ټولنیز مرکز» چې ویل کیدل د عیسوي دعوتګرانو او جاسوسۍ مرکز و، ډله ییز برید وکړ. (د برید بشپړ جزییات دلته لوستلای شئ)

برید مازدیګر مهال ۴ بجې پیل شو او شاوخوا ۷ بجو پورې يې دوام درلود.

د کورنیو چارو وزارت معین جنرال ایوب سالنګي ویلي چې په برید کې دوه بهرنیان او یو افغان او ۳ بریدګر وژل شوي دي.

خو د کابل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بیا د یو بهرني او یو افغان وژل کېدل منلي دي او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ځواکونو ته په برید کې تلفات نه دي اوښتي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل په کارته سه کې ۴ بجې د بهرنیانو په استخباراتي مرکز او د مسیحیت د دعوت په دفتر پیل کړی او ۹ بجې پای ته ورسېد.
مجاهد زیاته کړې چې په برید کې د دوی دوه تنو بریدګرو برخه درلودله.

karta_3_taliban_attack (1)

karta_3_taliban_attack (3) karta_3_taliban_attack (4) karta_3_taliban_attack (5) karta_3_taliban_attack (6) karta_3_taliban_attack (7) karta_3_taliban_attack (8)

karta3_taliban_attack7

karta_3_taliban_attack (9) karta_3_taliban_attack (10) karta_3_taliban_attack (11) karta_3_taliban_attack (12) karta_3_taliban_attack (13)

karta3_taliban_attack8 karta3 taliban attack (1) karta3 taliban attack (2) karta3 taliban attack (3) karta3 taliban attack (4) karta3 taliban attack (5)

karta3 taliban attack (6)
karta_3_taliban_attack (2)
ویډیوګاني:

—–

——–

———-

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د