افغانستان

خوست کي د طالبانو برید بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

treats_a_US_Army_soldierنن ټکی آسیا: په خوست ولایت کي طالبانو د بهرنیو قواوو پر یو کاروان سرښندونکی برید کړی، چي له امله يي د طالبانو په وینا ۱۳ تنه بهرني او کورني عسکر وژل شوي، او دوه عرادې موټری له منځته تللي.

برید د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په خاخۍ سارا سیمه کي را منځته شوی، کله چي د بهرنیو قواوو یو کاروان د یوې امنیتي پوستي سره ولاړ وو.

د خوست امنیه قوماندان عبد الحکیم اسحاقزي په دغه اړه ویلي چي برید کي بهرنیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتی او نه هم داخلي عسکرو ته، مګر په یوه شخصي موټر کي د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپيان کړي دي، چي روغتون ته رسول شوی دي، او تر درملني لاندي دي.

اسحاق زي منلي چي د برید هدف د بهرنیو قواوو کاروان وو، او د بهرنیانو یو عراده موټر زیانمن شوی هم دی، خو د نورو تلفاتو په اړه يي معلومات په لاس کي نه لري.

تر اوسه بهرنیانو په دغه اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x