افغانستان

د طالبانو په بند کي د فرنسوي ژورنالیستانو ۵۰۰ ورځي پوره سوې

french_journalistsنن ټکی آسیا: هغه فرنسوي جورنالستان چي د طالبانو په بند کي دي، او طالبان پري تور لګوي چي د خپل هیواد لپاره يي جاسوسي کوله، تیره ورځ په بند کي ۵۰۰ ورځي پوره سولي، او په دغه مناسبت په فرنسا کي لاریون تر سره شو او غوښتنه وسوله چي باید دغه کسان را خلاص سي.

دغه ژورنالیستان چي Ghesquiere او Stephane Taponier نومیږي د فرنسې په چینل ۳ کي يي کار کاوه.

د طالبانو ویاند ویلي چي دوی د فرنسې حکومت ته د هغو د خلاصون لپاره خپل شرطونه وړاندي کړي، خو هغوی نه غواړي چي خپل دغه دوه وګړي د بنده وژغوري.

د یوې پوښتني په ځواب کي د طالبانو ویاند ویلي چي دوي په ښه صحت او ژوندي دي، ښه ساتنه يي کیږي او ښه خوراک ورکول کيږي.. او طالبان کولای سي چي دوی تر هر څو وخته د ځان سره خوندي وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x