کابل: کارته سه کې د بهرنیانو پر مېلمستون د برید وروستي جزییات

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): نن د کابل په کارته سه (جمال مېنه) کې طالبانو د بهرنیانو پر یوې موسسې «تعلیمي او ټولنیز مرکز» چې ویل کیدل د عیسوي دعوتګرانو او جاسوسۍ مرکز و، ډله‌ییز برید وکړ.

برید مازیګر مهال ۴ بجې پیل شو او شاوخوا ۷ بجو پورې يې دوام درلود. (د برید انځورونه او ویډیوګانې دلته کتلای شئ)

د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګي ویلي چې په برید کې دوه بهرنیان او یو افغان او ۳ بریدګر وژل شوي دي.

خو د کابل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بیا د یو بهرني او یو افغان وژل کېدل منلي دي او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

عیني شاهدانو ویلي چې لومړی یو تن بریدګر د بهرنیانو د دغې موسسې د دروازې وړاندې ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته څو تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتل.

د دوی په وینا بریدګرو کې یو تن نظامي او دوو نورو شخصي لباس په تن کړی و.

یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې «یو دوکاندار ما ته اوس له کابل څخه ټلیفون وکړ، وایی چې درې استرالیایان او شپږ افغان عسکر له کړکیو ولویدل چې تراوسه هلته پراته دي او جنګ په شدت دوام لري».

کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر د ننني برید په اړه رسنیو ته ویلي چې په برید کې يې ۳ تنه سرتیري بریدګر وژلي او د چټک غبرګون قومندان په جګړه کې ټپي شوی دی.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل په کارته سه کې ۴ بجې د بهرنیانو په استخباراتي مرکز او د مسیحیت د دعوت په دفتر پیل کړی او ۹ بجې پای ته ورسېد.

مجاهد زیاته کړې چې په برید کې د دوی دوه تنو بریدګرو برخه درلودله.

د مجاهد له قوله «د برید په جریان کې په دښمنانو د ډوز او مخامخ بریدونو ترڅنګ ۳ زورورې چاودنې هم رامنځته شوې چې د خارجیانو اړوند دفتر يي تر ډيره ونړاوه او په کې ميشت بهرنیان يې وژلي او ټپیان کړي. وروسته مجاهدین دننه شول او له نږدې څخه يې د بهرنيو په وژلو لاس پورې کړ.»

مجاهد ویلي چې د معلوماتو پر اساس په برید کې ګڼ شمېر بهرني اتباع او یو شمېر د دوی ملګري افغانان وژل شوي دي.

مجاهد هغو امبولاسونو ته په اشارې سره چې د برید ځای ته روان وو ویلي دي چې جګړې «دښمن سخت وارخطار کړ» او د مړو او ټپيانو د انتقال لپاره لس امبولانسونه سیمې ته ورغلي وه.

طالب ویاند په وینا دوی دغه ځای له پخوا څارلی و او د وی نظامي مسوولینو ته هم د دې اړوند کافي معلومات په لاس ورغلي و. د نوموړي له قوله «د عملیاتو پر مهال په دغه مهم مرکز کې له بهر څخه راغلي هيئتونو غونډه لرله او تر ۵۰ پورې مهم کسان ورته را بلل شوي وو، چې ټول تر برید او ګوزار لاندي وو.».

مجاهد د ملي امنیت د ویاند عبدالحسیب صدیقي د څرګندونو ته په اشارې سره ویلي چې «د کابل ښار په ګډون په ټول هيواد کې د بهرنيو په مهمو هستو او د کورنیو مزدورانو په نظامي مراکزو فدايي بریدونو خورا زور اخيستی چې غلام دښمن يې د مجاهدینو د کمزورۍ نښه !!؟ بولي.»

مجاهد همدا راز د برید پر مهال پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي و چې «د کابل بریدونه په میړانه سره دوام لري، د دښمن د چټک غبرګون مشر مرګوني ټپي شو، په امنيتي کسانو کې سخته ويره خپره ده، مجاهدين ټول ژوندي دي.»

د یادونې وړ ده چې د پېښې ځای څخه د طلوع نیوز خبریال ویل چې د کابل د پيښي سیمی ته زیات شمیر امبولانسونه راغلل او ولاړل؛ خو امنیتي ځواکونو اجازه ورنه کړه چې معلومات وکړي چې دا څوک انتقالیږی او نه یې هم معلومات ورکړل چې په رښتیا څو کسان مړه او ټپيان شوي دي.

کابل کې په تېرو ۱۶ ورځو کې دا یوولسم برید دی چې پر بهرنیو ځواکونو، ملي اردو، سفارت کارمندانو پر موټرو او د بهرنیانو پر مېلمستون کیږي.

جګړې او ډله یېز بریدونه په داسې حال کې مخ پر زیاتېدا او ورځ په ورځ د پلازمینې په شمول سترو ښارونو ته پراخیږي، چې د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیکه کابو دوه میاشتې لا تیرې نه دي. طالبانو په همدې تړاو په خپله اعلامیه کې هم د سختو بریدونو ګواښ کړی و. په ورته وخت کې شنونکي او د ملي امنیت د سلاکار په څېر لوړپوړي چارواکي هم په دې اند دي، چې د امنیتي تړون نه د امنیت تمه بې ځایه او د هېواد په لر او بر کې ناامنیو د زیاتیدا احتمال ډېر دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د