افغانستان

ننګرهار: پولیسو پر لاریون باندي ډزی کړي، اته تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې

lghman_muzahira_4-4-2011نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کي پولسو پر لاریون کوونکو ډزي وکړي، چي له امله يي تر اوسه پوري لږ تر لږه ۲ کسه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د بهرنیو قواوو په ډزو تیره شپه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کي یو ماشوم هلک وژل شوی، چي بیا وروسته نن سهار وختي پر اته نیمو بجو شاوخوا د سیمي خلګو د بهرني ځواکونو ددغه عمل د غندني په موخه په لاریو لاس پوري کړ،

او د وژل شوي ماشوم جسد يي و ولسوالۍ ودانی ته یووړ، چي پولیسو ډزي باندي وکړی، او مرګ ژوبله يي را منځته کړه.

نو تن لاریون کوونکي ویلي چي په لاریون کي تر ۵۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی، او کله چي دوی د ولسوالۍ ودانۍ ته نيژدې سوله، پولیسو پر دوی مخامخ ډزي وکړي، چي دوه لاریون کوونکي يي ووژل او شپږ يي نور ټپیان کړه.

د حصارک ولسوال عبد الخالق معروف هم منلي چي پولیسو پر لاریون کوونکو ډزي کړي، خو ادعا يي کړې چي لاریون کوونکو سره وسله وال مخالفین ګډ وه، چي غوښتل يي ولسوالۍ باندي برید وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x