
د تور پوستي امريکايي د وژنې په غبرګون کې مظاهرې د امريکا ۷۳ ښارونو ته وغځېدې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ميسوري ايالت فرګوسن ښار کې د يو سپين پوستي پوليس پر لاسو د تور پوستي امريکايي ځوان د وژنې په غبرګون کې د لاريونونو او مظاهرو لړۍ د امريکا ۷۳ ښارونو ته وغځيده.
څه موده وړاندې فرګوسن ښار کې يو پوليس يو تور پوستی ځوان مايک براون وژلی و او د فرګوسن ښار محکمې نوموړي پوليس ته براءت ورکړ.
محکمې په خپله پرېکړه کې وويل، چې نوموړي پوليس پر مايک براون د غله ګومان کړی و او وژلی يې و، چې له امله يې نوموړی پوليس مجرم نه بلل کيږي.
د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې د مايک براون کورنۍ او د سيمې نورو تور پوستانو لاريونونه او مظاهرې پيل کړې او دغه مظاهرې او لاريونونه په تاوتريخوالي واوښتل او د پوليسو او مظاهرهچيانو تر منځ د اخ و ډب له امله ګڼو امنيتي کسانو او مظاهرهچيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د سيمې نژدې مارکيټونه او د خلکو موټر په کې سوځول شوي دي.
وروستي خبرونه وايي، چې د مايک براون په ملاتړ او د محکمې د پرېکړې پر ضد دلاريونونو او مظاهرو لړۍ د امريکا ۷۳ ښارونو ته وغځيده او کېدای شي دغه لړۍ نوره هم خپره شي.
ملګرو ملتونو او نورو بشري ټولنو د امريکا له ولسمشر بارک اوباما غوښتي، چې د تورپوستي مايک براون قضيه دې په خپله وڅېړي او په دې اړه دې بې پرې پلټنې وکړي.
د پېښو څارونکي وايي، چې که د مايک براون کورنۍ ته انصاف ورنکړای شو، نو کېدای شي، د امريکا تور پوستي د مايک براون وژنه له تور پوستو سره امتيازي چلند وبولي او يو ځل بيا امريکا کې د تېر په څېر د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ توکميزې جګړې پيل شي.
اللهم زدپه زدداده افغانانوسره دهظلم سبب ووچی خداي پردی عذاب راغلي عبرت واخلي بياموخيرنسته ابن عزام رحمه الله