نړۍ

مصر: د مظاهره‌چيانو او پوليسو تر منځ اخ‌ و ډب کې د جنرال په ګډون پنځه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): د مصر پلازمېنې قاهره کې محکمې د مصر پخوانکي ديکتاتور حسني مبارک د ۲۰۱۱م کال د انقلابيانو په وژنو کې بې ګناه وباله، چې له امله یې زرګونو مصريانو د محکمې د پرېکړې پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل کړې.

پوليسو د مظاهره‌چيانو د خپرولو په موخه اوښکې بهوونکی ګاز او ګرمې اوبه وشيندلې او د مظاهره‌چيانو د تيتولو هڅه يې کوله، چې امله يې څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
په حسني مبارک تورونه وو چې نوموړي له واکه په ناوړه استفادې په ملیونو ډالره فساد کړی و او ۲۰۱۱م کال چې د مبارک د حکومت پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول، نوموړي پولیسو او پوځ ته امر کړی وو چې په لاریون کوونکو ډزې وکړې چې له کبله یې سلګونو ولسي وګړي وژل شوي وو او دی په کې تورن بلل شوی وو.

د پخواني منتخب ولسمشر، ډاکټر محمد مرسي د واکمنۍ پر مهال پر حسني مبارک د عمر بند حکم صادر شوی وو، خو د دې پریکړې پر خلاف د نوموړي د وکیلانو له لوري یو ځل بیا طعن شوی وو او د هغه محکمه یو ځل بیا پيل شوې وه.

تېره ورځ مصري محکمې حسني مبارک ته براءت ورکړ او نوموړی يې د ۲۰۱۱م کال له وژنو بې ګناه وباله.

د محکمې د پرېکړې پر ضد زرګونو لاريونکوونکي ازادۍ چوک ته راووتل او د محکمې د پرېکړې د غندلو په موخه سره راټول شوي وو، چې پوليسو پرې اوښکې بهوونکی ګاز او تودې اوبه وشيندلې.

د پوليسو او مظاهره‌‌چيانو تر منځ د اخ و ډب له امله د یو جنرال په ګډون څلور مظاهره‌چيان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x